په داسې حال کې چې دننه په امریکا او د نړۍ په نورو ښارونو کې میلونونو ښځو د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ډونالډ ټرمپ د رسیدو پر ضد لاریونونه کړي، د بالیووډ وتلې اداکارې پرینکا چوپړا د ډونالډ ټرمپ پر ضد د میرمنو ددې لاریونونو ملاتړ کړی.
د امریکا د ۴۵ م ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې وروسته د ښځو د مارش په نوم میلونونو میرمنو او سړيو به واشنګټن او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې لاریونونه وکړل او لا پرینکا چوپړا به ددې لاریونونو برخه نه وي، خو د ټرمپ په ضد يې د لاریونونو ملاتړ کړی.
پرینکا په خپل ټويټر پاڼه لیکلي:
((د میرمنو د مارش ډلې سره د خپلو خویندو او سړیو په یوځای کیدو ویاړم. زه ډیره خفه یمه، چې ددوې سره نشم تلای.((
پرینکا چوپړا اوس په لاس انجلس کې ده او د هالیووډ د فلم (بای واچ) لپاره شوټینګ کوي.
بای واچ کې د هالیووډوتلي ستوري، ډاوني جانسن، ځک ایرفان او الکسندر دادیرو کار کوي.