پر خپل ځان د باوري خلکو اته غوره عادتونه

ژباړه: شاهین

په ځان باور او اعتماد ستاسې د بریالیتوبونو او لاس ته راوړنو اساس جوړوي.

که تاسې په ځان یو له باوري کسانو څخه يۍ، نو بې له شکه، چې تاسې له عادي او عامو خلکو څخه په بیلابیلو برخو کې بیل او جلا يۍ. له تاسې د غیرې عادې کارونو تمه کیدلای شي.

څیړونکي په دې باور دي؛ هغوې چې په خپل ځان د بریالیتوب باور ونه لري، هیڅکله به د بریالیتوب هڅه ونه کړي او بریالي به نشي.

هغه خلک چې په ځان باوري وي، له ورایه معلومیږي، چې په ځان ویسا دي؛ خو په دې موږ نه پوهیږو، چې کومو څیزونو دوې په ځان دومره باوري جوړ کړي دي.

دلته موږ تاسې ته نهه (۸) داسې کارونه درپه ګوته کوو، چې په ځان ستاسې باور څو چنده زیاتوي. دا د باوري خلکو عادتونه دي.

هغوي، چې په ځان باوري دي، لاندې اته (۸) عادتونه لري:

۱ـ مسکا کوي.

مسکا د ژوند مالګه ده. مسکا ستاسې دماع په اتومات ډول د خوښښۍ په لور راکاږي. مسکا ستاسې اندیښنې او پریشاني تر ډیره کموي.

که غواړئ، چې په ځان باوري او ویسا اوسئ، نو سر له سبا چې له لومړي کس سره مخ کیږئ، خوږه مسکا ورته ورکړئ. دا کار تاسې په ځان باوري کوي او ستاسې اعتماد بالنفس څو چنده زیاتوي.

۲ـ نور خلک تشویقوي.

په ځان باوري خلک په زړه کې له نورو خلکو څخه کومه ویره او ډار نه لري؛ بلکې نور خلک تشویقوي او هغوې هڅوي، چې خپلې وړتیاوې درک کړي او د بریالیتوب په لوري ګامونه اوچت کړي.

په ځان د باوري کس په توګه ستاسې کار باید دا وي، چې که څوک درته راځي او د یوې موقوع په اړه درسره خبرې کوي، هڅه وکړئ، چې هغوې ته مثبت نظر ورکړئ او هغوې وهڅوئ څو له موقع څه سمه ګټه پورته کړي.

۳ـ مثبته بدني ژبه (باډي لنګویچ) لري.

په ځان باوري خلک همیشه خلاصه، مثبته او له باوره ډکه باډي لنګویچ کاروي. د دوې حرکات مثبت او د لاسونو او بدن حرکات يې باور خپرونکي وي. باډي لنګویچ هومره ارزښت لري، څومره چې په شونډ مسکا ارزښت لري.

په لاره نیغ ځئ. خپله سینه بیرون وباسئ او چې کله هم ودریږئ، نو نیغ ودریږئ. دا ټول په ځان ستاسې باور لوړوي.

۴ـ نورو پریږدي، چې د ځان په اړه وغږیږي.

په ځان باوري خلک یواځې د ځان په اړه نه غږیږي. دوې له نورو خلکو غواړي او هغوې هڅوي، چې د ځان په اړه ډیر څه ووايي.

په ځان ویسا انسان غواړي، چې خبره يې واوریدل شي، خو په مجلس حکمراني نه کوي. دی په دې کې زیاته دلچسپي لري، څو د نورو خلکو په اړه پوه شي.

دوې نورو خلکو ته د اهمیت احساس ورکوي.

کله چې هم تاسې په یو مجلس کې کینئ، نورو خلکو ته وخت ورکړئ، څو د ځان په اړه وغږیږي او ورته داسې احساس ورکړئ، چې ګنې هغوې ډیر مهم دي.

په نورو خلکو کې صادقاناً دلچسپي وښيئ. دا په ځان د باوري خلکو عادت دی.

۵ـ ښه اوریدونکي دي.

اوریدل هنر دی او په ځان باوري خلک دا هنر لري. دوې په دلچسپۍ او په سړه سینه د نورو خلکو خبرې اوري.

ښه اوریدونکي خلک خلاص او پراخ ذهنیت لري. دوې غواړي، د نورو خلکو په اړه پوه شي.

د نورو خلکو د نظر اوریدلو او په هغوې د پوهیدلو لپاره ښه لاره داده، چې د هغوې خبره په غور واروئ، او لږ تر لږه درې ثانیې وروسته ورته ځواب ورکړئ.

که تاسې چاته په خبرې ورغبرګولو کې چوستي (چټکتیا) وکړئ، ممکن د هغه په خبره له پوره پوهیدو وړاندې مو ځواب ورکړی وي. دا کار زیاتره وخت لوی زیان لري.

۶ـ په ځان باوري فکر لري.

د ځان په اړه ډاډه فکر کول ممکن اسانه ښکاري، خو دا تر ټولو ګران کار دی. ددې لپاره چې په ځان باوري فکر ولرئ، ټولې هغې صحنې، په کومو کې چې تاسې په ځان ډیر باوري وۍ، په یاد راوړئ.

دا صحنې ممکن هغه اوسي، چې تاسې له یو پرزینټشن یا سیمینار څخه وروسته د خپل ملګري له لوري تشویق شوي يئ او تاسې هم په ځان ویسا احساس کړی وي. خپلې کوچنۍ لاس ته راوړنې هم در په یاد کړئ. دا تاسې په ځان د نورو لویو لاس ته راوړنو او بریالیتوبونو لپاره نور هم باوري کوي.

۷ـ منظم لباس اغوندي.

ستاسې د لباس ډول او د هغې د اغوستلو ډول ستاسې په باور او په اعتماد باالنفس باندې څرګند تاثیر لري. تل پاکې، ښایسته او منظمې جامې واغوندئ. داسې جامي، چې تاسې پکې ځان راحت او باورمند احساسوئ.

۸ـ مثبت او هیله مند وي.

په ځان باوري خلک همیشه د اوبو نیم ګیلاس، نیم ډک بولي. دوې په ورځني ژوند کې مثبت او هیله مند وي. دوې منفي فکر نه لري. دوې خپلې موخې له بیلابیلو لارو تعقیبوي؛ خو ژر هیڅکله نه ناهیلي کیږي. دوې په بدیلو لارو پسې ګرځي او د هیله مندۍ احساس لري. دوې په ځان باور لري، چې خپلو موخو ته به ورسیږي.