چهارشنبه , 24 اپریل 2024

پر غني د کودتا هڅه چا ناکامه کړه؟

ژباړن: فضل ربي شینواری

ډاکټر عبدالله په بېړه د امریکې سفارت او ارګ سره اړیکه نیولې او په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې د کودتا رامنځته کېدل افشا کړي.

د افغانستان راپور لیک ساعت مخکې له کابل څخه داسې اطلاعات ترلاسه کړي، چې د غني ــ عبدالله د حکومت سقوط، له عبدالله عبدالله سره د مشورې پلان له مخې افشا کېږي.

د نظام د نسکورېدو طرحه له دندې د احمد ضیاء مسعود له لیرې کېدو وروسته، د مجربو ټوپکسالارانو، چې جمعیت ګوند پورې تړلي دي، په یوه بېړنۍ ناسته کې چمتو شوې وه.

د دولت د سقوط په طرحه کې، د جنرال دوستم سربېره، عطا محمد نور، احمد ضیاء مسعود، صلاح الدین رباني، عتیق الله بریالی، امیر اسماعیل خان، عبدالرب رسول سیاف او عبدالهادي ارغندېوال هوکړې ته رسېدلې وو.

لومړنۍ پرېکړه دا وه چې دغه ټول مشران به د حکومت له دستګاه پرېکون اعلانوي، څو د حکومت کښتۍ په خپله خړو اوبو ته لاهو شي.

په راپور کې راغلي چې ددې خوځښت اصلي پلانوونکی، عتیق الله بریالی و او د بلخ له والي عطا محمد نور سره یې تر مشورې وروسته، جنرال دوستم، حاجي محمد محقق او اسماعیل خان هم له کیسې خبر کړي وو.

د طرحه شوي پلان له مخې، ټولو ولایتونو ته عملیاتي هستې هم جوړ شوې وې؛ څو په یوه ټاکلي وخت په برید سره د سیمه ییزو ادارو واک ترلاسه کړي.

د شمال ختیځ زون مشري، عطا محمد نور، د فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو د پولیسو مشرانو او د جمعیت ګوند قوماندانانو باندې وېشل شوې وه.

د هېواد د لوېدیځې حوزې د عملیاتو مشر اسماعیل خان او په کندهار، ارزګان، زابل او ارزګان ولایتونو کې د حرکت مشري، محمود کرزي، د ختیځ زون مشري هم د حاجي ظاهر قدیر، ګل آغا شېرزي او حضرت علي په غاړه وه.

په راپور کې زیات شوي: د عطا محمد نور، صلاح الدین رباني، احمد ضیاء مسعود، سیاف، عتیق الله بریالي او یو شمېر نورو کسانو ترمنځ هوکړه شوې وه چې حکومت به سقوط کوي.

په داسې حال کې چې هر اړخیزه برنامه د اجرا په درشل کې وه، امرالله صالح د ناستې له ګډونوالو غواړي چې دغه پرېکړه باید ډاکټر عبدالله سره هم شریکه شي، چې د یو شمېر کسانو له مخالفت سره مخ کېږي؛ خو ډېری ګډونوالو دې پرېکړې ته رسېږي، چې ډاکټر عبدالله باید خبر شي.

په پلازمېنه کابل کې د رژيم د پرزېدو طرحه داسې جوړه شوې وه چې د ثور د اتمې نېټې په رسېدو سره به، یوه ډله قوماندانان او وسله وال کابل ته راننوځي او د جهادي مشرانو له ویناوو وروسته به، په ناڅاپي توګه اصلي او رسمي حرکت د لویې جرګې له تالاره پيل او د حرکت نورې څپې به د کابل ښار واټونو ته هم رسوي او ټول مهم مرکزونه به د کودتا د عواملو تر ولکې لاندې راولي.

په راپور کې همداشان راغلي چې د ډاکټر عبدالله له افشاګرۍ وروسته د ډاکټر غني ټیم هک پک شوی و او موضوع یې په بېړه د امریکې سفارت ته وړاندې کړې وه او په ژره یې د احمد ضیاء مسعود د لیرې کېدو اعلان وکړ.

د کورنیو چارو وزیر هم د بلخ ولایت د وضعیت د ارزونې لپاره هلته تللی و.

بیا هم ددې اقداماتو لړۍ روانه ده او د هر ډول کړکېچ رامنځته کېدو امکان شته.