پنجشنبه , 25 اپریل 2024

پر وړتیاوو باور او پر ژوند یې اغېز

ژباړه: حمیدالله حمیدي

لورل او هاردي دوه هغه پېژندل شوي نومونه دي چې کابو د نړۍ ټولو خلکو ته اشنا دي. ډېر لږ داسې کسان به وي چې د دوی دواړو ډیالوګونو ته به یې نه وي خندلي. دوی په یوه فلم کې ډېر لنډ، خو په زړه پورې ډیالوګ کړی:

هاردي: بښنه غواړم چې درته مې وویل “احمقه!”

لورل: هیله کوم، کومه خبره نه ده؛ ځکه زه پوهېږم چې احمق نه یم.

په دې لنډ ډیالوګ کې ډېر لوی راز پروت دی؛ که څه هم چې دغه راز ډېر ساده دی، خو که په اړه یې ژور فکر وشي، کېدای شي ژوند مو بدل کړي.

یو څه ته مو باید پام وي چې باورونه مو پر ژوند مستقیمه اغېزه لري؛ که د یوه څه په اړه د زړه له تله باور ولرو، نو لرې نه ده چې ورته وبه رسېږو.

فرض کړئ، یو څوک درته وایي: “څومره چاغ شوی يې!” تر هغه چې پر دې خبره تاسو خپله د زړه له تله باور ونه کړئ اغېز نه درباندې کوي. یا دا چې فرض کړئ د نړۍ خلک درته وایي “تاسو په خپلو کارونو کې بریالي یاست” خو تاسو خپله پر دې خبره باور ونه لرئ، هېڅکله به هم بریالي نه شئ. نو د دې لپاره چې خپلو هیلو ته ورسېږئ، لومړی پر خپلو وړتیاوو باور وکړئ.

ماکسويل مالتز هغه څوک دی چې د ذهني تصویر په اړه یې ډېرې زیاتې تجربې کړې دي. هغه وایي که یو څوک د پزې د ښایست لپاره پلاستیکي جراحي وکړي او پزه یې په ښکلې بڼه جوړه شي، خو دا چې د شخص په ذهن کې یې تر اوسه د هماغه پخوانۍ پزې تصویر پروت دی، دا نه شي منلی چې پزه یې ښایسته شوې ده. مالتز وایي د ډاکترانو اصلي دنده د خپلو ناروغانو د ذهنیت بدلول دي.

په همدې اړه یوه بله روغتیایي تجربه هم ترسره شوې ده؛ په دې تجربه کې هغه کسان چې د معدې زخم یې درلود، په دوو ډلو وېشل شوي دي چې دواړو ډلو ته یې یو ډول درمل کارول شوي دي. لومړۍ ډلې ته ویل شوي چې دغه درمل بېخي نوي او تازه جوړ شوي، یوازې او یوازې د معدې د زخم لپاره دي. دویمې ډلې ناروغانو ته ویل شوي چې دغه درمل په ازمایښتي ډول تاسو ته کارول کېږي، تر اوسه معلومه نه ده چې نتیجه به یې څه ډول وي. په پایله کې لومړۍ ډلې ۷۵ سلنه او دويمې ډلې ۲۵سلنه روغتیا خپله کړې وه. که څه هم چې دواړو ډلو ناروغانو ته یو ډول درمل ورکول شوي وو، خو د روغتیا لامل یې یوازې د دوی باور و. تل مثبت فکر وکړئ او که غواړئ خپلو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږئ، پر پرېکړې مو باور ولرئ.