سه شنبه , 23 اپریل 2024

پنټاګون: امریکا د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ اعلان ته ډېره نږدې شوې ده

د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس په پنټاګون کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ اعلان ته ډېر نږدې شوی دی او ټول انتخابونه یې پر مېز پراته دي.

هغه زیاته کړه چې لا هم ټولې ستونزې نه دي حل شوي خو موږ د خپل کار پایلې ته ډېر نږدې شوي یو. د نوموړي په وینا د ګڼو انتخابونو په منځ کې دا دوه انتخابه هم شته دي، چې یا به خپل ځواکونو په مکمله توګه له افغانستانه وباسو او یا به هلته خپل سرتيري لا ډېر کړو.

نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان جان نیکولسن په اړه د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې هغه په افغانستان کې یو پیاوړی نظامي قومندان دی، د امریکا، ناټو او افغانستان باور له ځان سره لري. متیس ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به د ټرمپ پالیسي ډېره ژر اعلان شي او د ځنډ لامل یې هم ددې ستونزې د دایمي حل لپاره د لارې پیدا کول په ګوته کړي دي.