پنجشنبه , 28 مارچ 2024

پنځه افغان لوبغاړي د ای پي ایل لیلامۍ وروستی نوملړ ته لار موندلي

 

انډین پریمیر لیګ لوبغاړو لیلامۍ لپاره سپارل شوی وروستی نوملړ کې د پنځو افغان لوبغاړو نومونه هم شامل دي.

دغه لیست کې د ۳۵۱ لوبغاړو نومونه کوم چې به د فبروري په ۲۰مه د هندوستان بنګلور ښار کې د انډین پریمیر لیګ لیلامۍ لپاره وړاندې شي شامل دي.

دغه لوبغاړي وروسته له هغه چې د انډین پریمیر لیګ اتو لوبډلو د خپلې خوښې لوبغاړو نوملړ جوړ کړ د ۷۹۹ لوبغاړو له جملې څخه انتخاب شوي.

د راتلونکی انډین پریمیر لیګ لپاره یو ځل بیا هیڅ کوم پاکستاني لوبغاړی نه دی انتخاب شوی.

دا ځل د انډین پریمیر لیګ لیلامۍ لپاره وروستی نوملړ کې د دوهمې درجې هېوادونو شپږ لوبغاړي شامل دی.

د افغانستان څخه به لوبډلمشر اصغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، محمد شهزاد، راشد خان او دولت ځدران به لیلام لپاره وړاندې شي.

له دې امله چې ۲۰۱۸ کې باید لوبډلې خپل اکثره لوبغاړي لیلام ته وړاندې کړي د لوبډلو لرونکي وايي چې دا ځل به د لوبغاړو پېرېدلو لپاره سخت رقابت نه کوي او د انګلینډ لوبغاړو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

محمد شهزاد، محمد نبي او راشد خان تېر کال د بنگله دېش پریمیر لیگ سیالیو کې هم اخیستل شوي وه ،چې د غوره او پیاوړې لوبې له امله په څو څو ځلي د لوبې غوره لوبغاړی جایزې گټونکی شول.

محمد نبي او محمد شهزاد په نړیوال جام او د ملي لوبډلې لپاره په مختلفو لوبو کې د ښه ځلېدو او غوره لوبه نندارې ته وړاندې کولو له امله نړیوال شهرت لري او د کرکټ نړیوالې ادارې په درجه بندۍ کې تل د خپلې برخې ۱۰ غوره لوبغاړو کې شمېرل کېږي.