په بریتانیا کې د نړۍ تر ټولو چټک کمپیوټر جوړ شو

دا کمپیوټر د ډي این اې له مالیکولونو جوړ شوی او د محاسبو په لړ کې تکثیرېږي.

د ساینس ډیلي د راپور له مخې، د بریتانیا د مانچستر پوهنتون ساینس څېړونکو، چې دا کمپیوټر یې جوړ کړی، ویلي چې هر هغه څه چې الیکترونیکي، کوانتومي او نور کمپیوټرونه پروسیس کوي، دا کمپیوټر یې محاسبه کولی شي.

دوی وايي، د نړۍ دا تر ټولو تېز کمپیوټر په خورا لږه انرژي لاینحله محاسبې حل کولی شي.

تر دې وړاندې جاپان ویلي و چې سږ کال به د نړۍ تر ټولو چټک کمپیوټر جوړ کړي.

جاپان د دې پروژې لپاره نولس نیم ملیارد ینه، چې۱۷۳ ملیون ډالره کېږي، ځانګړي کړي دي.

دا کمپیوټر (AI Bridging Cloud) نومېږي.

جاپانیان هیله لري چې د دغه کمپیوټر سرعت به۱۳۰ پتافلاپ ته ورسېږي او د چین تر (سن وې تایهولایټ) به، چې اوس د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر دی، وړاندې شي.

جاپان غواړي چې له دغه کمپیوټره د سترو دیټاسیټونو د شننې یا انالیزېشن په اړوندو څېړنو کې کار واخلي.

له دې کمپیوټره به تر هر څه مخکې د بې چلوونکو موټرو او طب په برخه کې کار واخیستل شي.

د جاپان د دغه (AI Bridging Cloud) کمپیوټر د پروسیس سرعت د چین تر سن وې تایهولایټ په ځلونو زیات دی.

د چینايي هغه سرعت ۹۳ پټافلاپ دی خو جاپاني۱۳۰ پټافلاپ ته رسېږي.

یو پټا فلاپ په هره ثانیه کې د زر تریلیون برابر دی.