پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په تخار کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د پامیر۶ چاڼیز عملیات پیل شول

دشمال ختیځ امنیتی مسولین وايی، چې افغان امنیتي ځواکونو  نن سهار د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین او درقد ولیسوالیو کې د پامیر شپږ په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل .

د تخار د امنیت امر سمونوال جهانګیر چې ددغو عملیاتو رهبری کوي وايي چې عملیات یې د یادو سیمو څخه د وسله والو د پاکولو  په موخه پیل کړي دي

دشمال ختیځ زون د پولیسو د مطبوعاتي دفتر مسول محفوظ الله اکبري انعکاس راډیو ته وویل چې عملیات تر دې دمه پرمخ روان دي او تر اوسه د مخالفو وسله والو لخوا کوم غبرګون نه دی ښودل شوي او امنیتي ځواکونه په یاد سیمو کې په وسله والو پسې په پلټنې مصروف  دي.

نوموړی وايی چې عملیات نن سهار ۸ بجې د خواجه بهاالدین له ولسوالۍ پیل شول  او امنیتي ځواکونه  تر دې مهاله د کهنه شاخ له کلی نیولی د قلعه ایردي تر کلی مخ پر وړاندې روان دي

په ورته مهال کې د شمال ختیځ زون دپولیسو د مطبوعاتی دفتر مسول محفوظ الله ا کبري انعکاس راډیو ته په بغلان ولایت کې د ناپیژندو وسله والو له خوا د میرویس او شکراالله په نومونو  د دوتنو د وژل کیدو خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه کسان د بغلان ولایت د ډند شهاب الدین د خلازیو په سیمه کې د ناپیژندو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي

اکبری زیاتوی وژل شوی کسان عام وګړي دی او دولت پورې کوم تړاو نه لري او د وژل کیدو انګیزه یې هم شخصی دوښمنی یادوي .

په دې ورستیو کې په بغلان ولایت د وژنو پیښې ډیرې شوي دي ، تیره اونۍ ددغه ولایت د ولایتي شورا غړی عالم جان مجاهد په داسې حال کې چې  د کور په لور روان و چې  د وسله والو لخوا په ډزو سره ووژل شو.

د بغلان اوسیدونکي  په دغه ولایت کې ورستیو ناامنیو او  وژنو اندیښمن کړي او له مرکزی حکومت څخه د دغه ولایت خلکو ته د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي .

نوررحیم عاطف – کندوز