په تخار کې ۷وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله واوښته

په هغه خبرپاڼه کې چې په شمال شرق زون کې د پوليسو له عمومي قوماندانۍ څخه رسنیوته رالېږل شوې ، راغلي چې تېره شپه په خواجه بهاالدين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى دى.

د يادې قوماندانۍ قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال ويلي چې وسله والو تېره شپه پر خواجه بهاوالدين ولسوالۍ بريد وکړ چې دغه بريد د تخار د امنيه قواندانۍ د پوليسو په مرسته مات او وسله وال په شا وتمبول شول.

ده زياته کړې چې په دې بريد کې درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي .

نوموړي دغه راز وويل چې په دې بريد کې څلور پوليس هم ټپيان شوي او د ولسوالۍ ودانۍ هم يوڅه زيانمن شوې ده .

له بلې خوا د خواجه بهاءالدين يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط، رسنیو ته وويل چې طالبانو د شپې په ١٢ بجو د ولسوالۍ په بازار بريد وکړ، چې په پايله کې يې درې دوکانونه وسوځېدل.

د هغه په وينا، کله چې مخالفينو غوښتل پر امنيه قومندانۍ بريد وکړي، د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول طالبان يي په شاوتمبول .

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي