په تړمو اوبو سره د مخ وينځلو ګټې

موږ او تاسې ډېر کله په ګرمو اوبو سره مخ او لاس وينځو؛ خو ډاکتران وايي، چې په تړمو اوبو سره د مخ وینځل ډېرې ګټې لري.

تړمې اوبه د مخ لکې او نینکۍ رغوي او سترګې هم نرمې ساتې. دغه راز د مخ ګونځې ختموي او پوستکی ځوان ساتي. په تړمو اوبو سره د مخ پرېولل د لمر پر وړاندې د پوستکې مقاومت زیاتوي. د مخ په وینځلو کې تر هغه وخته مخ ته اوبه ور واچوئ چې سم پاک شي. د دې لپاره چې ښکلي پوستکی ولری، نو هغه صابون وکاروئ چې د مخ له پوستکي سره مو سازګاري ولري.

د مخ د وچولو څرنګوالی هم په دې برخه کې مهم رول لري. هېڅکله د مخ وچولو پر وخت خپل مخ کلک مه موښئ، بلکې څو ځله په کراره سره روی پاک پر مخ کېږدئ او بېرته يې لرې کړئ. بله مهمه خبره دا ده چې هېڅکله شريک روی پاک مه کاروئ. د مخ په غوړولو کې ځنډ مه کوئ. د مخ پوستکی هغه وخت نرموونکي مواد ښه جذبولی شي چې تر وينځلو وروسته پرې وموښل شي.