چهارشنبه , 24 اپریل 2024

په جلال اباد کې د ځانمرګي بريد له امله شاوخوا ٢٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ٨ کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا څه کم درې بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو په سيمه کې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان شيخ اکرم د کور مخې ته شوى دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وایي، چې په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي. خو د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال بیا وایي، چې دوى ته اته مړي او ١٥ ټپيان ور وړل شوي دي. د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالجميل تتمدره يي وایي، چې ځانمرګى بريدګر پلى و او د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان شيخ اکرم کور مخې ته د هغه د پلويانو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده. هغه زياته کړه چې د کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي نن سهار په جلال اباد ښار کې د شيخ اکرم په ملاتړ لاريون کړى و.

د نوموړي په وينا، دغه کسان تر لاريون وروسته د شيخ اکرم کور مخې ته راټول شوي وو چې ځانمرګى بريد پرې وشو. د امنيت امر هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې ټپيان د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.