پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په ساختمان کې د غږیز مهندسي ډیزائن له نظره د غږ کنترول

یو ځانګړی مهندسي ډیزائن په ساختمانونو کې د غږ له کنترول سره تر ډیره بریده مرسته کوي. دا چاره د هغو تخنیکونو په کمولو کې مرسته کوي چې له لارې يې په ساختمانونو کې غږ کنترول کیږي.

په ساختمانونو  کې ځانګړې پلانګذاري او د ساختماني عناصرو د موقعیت تنظیم لکه د کړکیو، دروازو، د خوب خونو ، بالکوني او حویلی، په ساختمان کې د غیر لازمي او زوروونکو غږونو له کموالي او له منځه وړلو سره مرسته کوي.

په ساختمانونو کې د غږ منابع

ټوله توجه مو باید ځینو هغو مشخصو عناصرو ته وي چې په تشریح سره څیړل کیږي:

په ساختمان کې د غږیز مهندسي ډیزائن له نظره د غږ کنترول

په ساختمانونو کې شور ماشور د لاندې تخنیکونو له لارې کنترول کیدای شي:

  • د خونو تنظیم
  • د ډکو دیوالونو کارونه
  • د یو پوړیزو ودانیو لپاره پلانګذاري
  • د بالکونیو خاص تنظیمات
  • د حویلۍ درلودل

په ساختمانونو کې د غږ د کنترول په موخه د خونو تنظیمات

په یو  ساختمان کې د حساسیتونو پر بنسټ د خونو په نظر کې نیولو سره مو کولای شو چې خونې په کږ حساسه او ډیر حساسه خونو وویشو.  لږ حساسه خونې عبارت دي له پخنلځي او تشناب څخه، او د خوب او اوسېدو خونې بیا ډیر حساسه خونې ګڼل کیږي.

د خونو تنظیم باید په داسې بڼه ترسره شي چې زیات حساسه خونې د غږ له منبع څخه لرې  او لږ حساسه خونې د غږ له منبع سره نږدې واقع شي.

د تنظیم د نظريې پر بنسټ تنشابونه او پخنلځي باید د غږ له منبع سره نږدې او د عامه لارو خواته واقع شي. برعکس  د خوب او اوسیدو خونې باید د غږ له منبع او د عامه لارې څخه لرې واقع شي. دا ډول تنظیمات ددې سبب کیږي چې لږ حساسه خوني د ډیر حساسه خونو لپاره د یو سپر او یا د غږ پر وړاندې مدافع پوښښ په توګه کار ورکړي.

په ساختمان کې د غږ د کنترول په موخه د ډکو دیوالونو کارونه

د ډکو دیوالونو کارونه په دې مانا چې په دیوال کې خلاصې برخې ، یعنې کړکۍ، روشندانونه او د روازې کمې ځای پرځای شوي وي او یا هیڅ ځای پرځای شوي نه وي. اکثره د ساختمان په دیوالونو کې خښته د ساختماني موادو په توګه کارول کیږي. په لوړ پوړیزه ودانیو کې کې بیا سیخ داره کانکریټ د ساختماني موادو په توګه کارول کیږي. که هر ډول مواد کارول کیږي، په دواړو حالاتو کې پورته ذکر شوې طریقه موثره واقع کیږي. خو که چیرې په دیوالونو کې تش ځایونه رامنځ ته شوې وي، بیا نو د غږ پروړاندې يې اغیزمنتوب کموي . هغه کړکۍ او دروازې چې د غږ د منبع په طرف واقع شوي وي، ساختمان ته د غږ د انتقال لپاره لاره هواروي.

ددې لپاره چې د غږ د منبع لورته د ساختمان خلاصې برخې د غږ پروړاندې د یو خنډ په توګه کار ورکړي، نو پکار ده چې دا خلاصې برخې ښه تنظیم او پلان شوي وي او که امکان ولري، دا نا خوشاینده غږونه له منځه یوسي.  په هغه صورت کې چې د غږ له منځه وړل ممکن نه وي، وړاندیز دا کیږي چې د خلاصو برخو ابعاد د امکان تر حده را کم شي.

د یو پوړیزه ودانیو پلان ګذاري

دا د مهندسي ډیزائن مرحله ده چې د ساختمان د ډیزائن نه وړاندې په نظر کې نیول کیږي. د مثال په توګه، داسې فکر وکړئ چې مونږ یوه قطعه ځمکه لرو او په نظر کې نیول شوی چې ساختمان په کې رامنځ ته شي مګر په یوه ټاکلي فاصله کې د غږ د تولید منبع شتون لري.

اوس داسې و انګیرئ چې د یوه دوه پوړیزې ودانۍ ابادول پلان شوی وي، د ساحې او د غږ د منبع ترمنځ خنډ هم شتون ولري. وضعیت داسې دی چې د غږ کمول یواځې په هغه حالت کې موثر دی چې ودانۍ یو پوړیزه وي، اوس که چېری کوم بل پوړ هم په پلان کې نیول شوی وي، بیا نو د غږ د مخنیوي موانع او د ساختمان اوچتوالی به غیر موثر تمام شي.

تر داسې وضعیت لاندې دا وړاندیز هم کیږي چې له پلان سره دې توافق وشي او د یوه اقتصادي او با کیفیته ساختمان په اړه فکر وشي.

د غږ د کنترول لپاره د بالکوني تنظیمول

بالکونی له بهرني محیط سره د ارتباط وسیله ده او د هوا او رڼا د انتقال لپاره ځني کار اخیستل. مګر د بالکوني نامناسب موقعیت به بشپړ ناراحتي رامنځ ته او د غږ له امله به يې ټوله ګټه له منځه یوسي.

بالکوني بهرني محیط سره تر ډیره خلاصه وي . که چیرې ساختمان د ګڼ ترافیک لرونکي سړک خواته مخامخ واقع وي او د بالکوني مخه يې هم همغې خواته وي، نو په دې حالت کې به بالکوني ساختمان ته د غږ له انتقال سره مرسته وکړي.

دا ستونزه په ګڼ میشتي ښارونو کې زیات تر سترګو کیږي، چیرې چې لوړپوړیزې ودانۍ داسې جوړیږي چې مخه يې د سړک خواته وي. په داسې حالاتو کې باید د شورماشو د راکمولو لپاره یوه بررسي ترسره شي. په داسې حالاتو کې باید بالکوني د دیوالونو  په تړلو ځایونو کې جوړي شي، نه په خلاصو ساحو کې.

د غږ د کنترول لپاره د حویلۍ شتون

د حویلۍ لرل د غږ په کنترولو کې مرسته کوي. دا کار په مهندسي پلان ګذارۍ او ډیزائن کې یوه مثبته نقطه ګڼل کیږي. نو که چیرې ساحه پراخه وي، د غږ د کنترول لپاره لازمه ده چې د ښوونځیو، روغتونونو ، د هستوګنې د ځایونو او نورو ټولګټو ودانیو لپاره د غږ د کنترول په موخه حویلۍ په نظر کې ونیول شي.

ژباړه او راټولونه

شیرین اغا جهانګیر

د پرکار انجینري خدمتونو مرکز