په غزني کې یو شمېر وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، یو شمېر وسله وال طالبان تېره شپه هغه مهال مړه او ټپیان شول چې د غزني ښار پر امنیتي پوستو د برید پرمهال خپل ماین پرې وچاودېد.

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، د دې پېښې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته.

ښاغلي نوري رسنیو ته وویل چې د غزني ښار اړوند په بر خشک سیمه کې پر امنیتي پوستو د دې وسله والو برید په شا تمبول شوی دی.

د نوري په خبره :په بر خشک سیمه کې پر طالب وسله والو خپل ماین چاودېدلی چې په ترڅ کې یې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، دوی ته د اوښتو تلفاتو کره جزییات تراوسه نه دي معلوم، سیمې ته د مرستندویو ځواکونو له رسېدو سره سم وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.”

افغان ځواکونو په روانه اوونۍ کې د غزني په ده یک او ځینو نورو ولسوالیو کې پوځي عملیات وکړل. چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې یې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېرې سیمې یې ورڅخه پاکې کړې دي.