په قران کریم کې روغ او ناروغ زړونه

قرانکریم په ډير معجز انداز کي د شل ډوله زړونو يادونه کړې، چه

اته ډوله زړونه روغ دي !

او

دولس ډوله په بیلابیلو مرضونو اخته زړونه دي !

راځۍ چې خپل زړه پکې پیدا کړو..

القلب السّليم :

سلیم زړه :

یوازي الله سبحانه وتعالي ته مخلص زړه ، هغه چي له كفر، نفاق او هر ډول رذيله صفاتو تش او پاک وي

إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ }

القلب المنيب

منيب زړه :

هغه زره چي هر وخت الله سبحانه وتعالي ته په توبه را گرځي ، او دالله سبحانه وتعالي اطاعت كوونكی وي .

مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ }

القلب المخبت :

محبت زړه:

الله سبحانه وتعالي ته خاضع ، غاړه ايښودونكی او له سکون ډک زړه

فتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ }

القلب الوجل :

ويريدونكي زړه :

هغه زړه چي هر وخت له الله سبحانه وتعالي نه په ویره کي وي ، چي الله تعالي به ورنه نيك عمل قبول كري كنه ؟

او د الله تعالي له عذاب به نجات ومومي كنه ؟

وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ }

القلب التقي :

تقي زړه :

هغه زړه چي د شعائرالله له تعظيم او عظمت ډك وي .

ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ }

القلب المهدي :

هدايت موندونكی زړه :

هغه زړه چي د الله سبحانه وتعالی په قضاء راضي او اوامرو ته يي تسليم وي .

{ وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ }

القلب المطمئن :

مطمئن زړه :

دالله سبحانه وتعالي په توحید او ذکر له سکون ډک زړه .

وتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّه }

القلب الحي :

ژوندی زړه :

هغه زړه چي د الله سبحانه وتعالي له هغو مثالونو يي پند او عقل اخیستی وي چي د بيلا بيلو امتونو د گناهونو په اړه يي اوريدلي وي .

{ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ }

يا الله له پورته یادو شوو زرونو مو زړه وگرځوي ..

او له لاندي هغو مو زړونه مه گرځوي …

القلب المريض :

مريض زړه :

هغه زړه چي په بیلا بیلو مرضونو لکه ( شک , نفاق , فجور ,او دحرامو په شهوت) اخته وي .

{ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ }

القلب الأعمى :

ړوند زړه :

هغه زړه چي حق نه درك كوي ، نه اعتبار وركوي ، او له حق كتلو يي سترگي پتي وي او بلكل ور گوري نه .

{ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ }

القلب اللاهي:

په لهو او چتیاتو اخته زړه :

له قران غافل , د دنیا په باطلو شهواتو اخته او له عقل نه کار نه اخستونکی زړه .

{ لاهِيَةً قُلُوبُهُمْ }

آلقلب الآثم :

گناهگار زره :

هغه زړه چي حق او پر حق شاهدي ورکول پټوي !!

{ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ }

القلب المتكبر :

مغرور او كبرجن زړه :

د الله سبحانه و تعالي له طاعت او توحيد مخ اړونكی کبرجن , او په ظلم او له الله سره په سخته دوشمنئ اخته زړه !!!

{ قلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ }

القلب الغليظ :

سخت زړه :

هغه زړه چي نرمي ، پوستوالی ، عاطفه او رحمت په کي نه وي .

{ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ }

القلب المختوم :

مُهر شوي او تاپه شوی زړه !!

چي نه هدايت اوري او نه يي ورباندي عقل كار كوي !!

{ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ }

القلب القاسي :

قاسي ( ديركلك )زړه :

بلكل ايمان اخيستو ته نه نرميږي ، او نه پکي د ايمان ريشي زغلي ، او دالله سبحانه وتعالي له ياد او ذكر نه مخ اړوي .

{ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً }

القلب الغافل:

غافل زړه

هغه زړه چي د الله سبحانه وتعالي د ياد او ذكر پر ځاي ، او دالله سبحانه وتعالي د اطاعت پرځای پري د نفسي خواهشاتو او هوس اثر او تسلط وي .

{ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا }

الَقلب الأغلف :

پوښل شوی زړه :

هغه زړه چي داسي کلک پوښل شوی وي ، چي د نبي عليه الصلاة والسلام خبره او وينا ورته بلكل ور ننوتی نه شي !!!

{ وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ }

القلب الزائغ:

له حق نه بل خوا مائل زړه :

{ فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ }

القلب المريب:

په شک اخته زړه :{ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ } .