په لغمان کې د یو خر مرګي برید مخه ونیول شوه

 

نن له غرمې مخکې په بادپښ ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د سرتېرو له لوري د یو خر مرګي برید مخه نیول شوې ده.

مخالفو وسلوالو غوښتل چې د یادې ولسوالۍ شمال لویدیځې څنډې ته د ملي اردو په ۲ یم نمبر پوستې خر مرګی برید ترسره کړي، دوی د هاوان څلور مرمۍ، ځینې چاودېدونکي توکي او دوه ګرځنده ټلیفونونه د خره په شا پورې تړلي ول چې د سرتېرو له خوا د پېژندلو سره سم چاودېدونکي توکي یې خنثی او وروسته په یو مخفي ځای کې انفجار ورکړل شوی دی.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د افغان سرتېرو دغه پر وخت اقدام ستايي او تر څنګ یې د ټولو امنیتي او کشفي ادارو مسولینو ته لارښوونه کوي څو د دښمن د هر ډول شوم پلان پر وړاندې بېدار و اوسي او پرې نه ږدي چې هغوی د خپلو کرغېړنو عملونو تر سره کېدو ته ورسي.