تیره ورځ د انګلستان په پلازمېنه لندن كې د پارلمان ودانۍ ته نږدې د دوو جلا بريدونو په پايله كې مرګژوبله مخ په زياتېدو ده.
دا بريدونه چې لومړى يې د وسلې په واسطه او بيا سمدستي وروسته د چړې په واسطه ترسره شول په كې تر اوسه پورې ۴ تنه وژل شوي او تر ۲۰ تنو زيات ټپيان شوي دي.
د انګلستان پوليسو ويلي دي چې يو تن بريد كوونكى يې وژلى دى.
د انګلستان د پوليسو د معلوماتو پر اساس د پارلمان ودانۍ ته نږدې يو شخص يا اشخاصو لخوا ډزې شوي دي.
د اسوشېټد پرس د خبري آژانس د معلوماتو پر اساس په بريد كې د يو پوليس په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي. د لندن پوليس وايي چې بريد كېداى شي يو تن ترسره كړى وي چې د پوليسو په متقابلو ډزو كې وژل شوى دى.
عيني شاهدان بيا وايي چې د پارلمان ودانۍ ته نږدې بريد كوونكي پر ملكي وګړو ډزې وكړې.
دا په داسې حال كې ده چې د انګلستان په پارلمان كې دننه هم يو تن د چړې په واسطه پر پوليس بريد كړى دى. په پېښه كې يو پوليس ټپي شوى دى.