پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په لندن ښار کې دځمکې لاندې اورګاډي کې چاودنې ۲۲ تنه ټپيان کړي

 

د لندن پولیسو تائید کړې ده چې د لندن ښار تر ځمکې لاندې اورګاډي کې اور د یوې چاودیدونکې وسیلې د انفجار نتیجه وه.

پولیس وايي، په پېښه کې ګڼ کسان په ټیل ماټیل کې ټپیان شوي او د ځینو مخونه سوځېدلي خو د هیڅ ټپي حالت نازک نه دی.

دا پېښه د جنوب لوېدیځ لندن په پارسنس ګرین سټیشن کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې هغه مهال وشوه چې د مترو یوه واګون اور واخیست او پولیسو وروسته وویل چې مشکوکه چاودېدونکې وسیله په بشپړ ډول نه ده چاوېدلې.