سه شنبه , 23 اپریل 2024

په مصر كې دغبرګوبريدونوپه ترڅ کې ۳۹ تنه وژل شوي

د مصر په شمال ختيځ كې د شمالي سينا په سيمه او پلازمېنه قاهره كې دوه جلا بريدونه ترسره شوي دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې په دواړو پېښو كې د يو پوليس په ګډون ۳۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور هم ټپيان شوي دي.

د مصري د امنيتي سرچينو د معلوماتو پر اساس د شمالي سينا په سيمه كې د العريش د ښار په مربوطاتو كې د مصر د اوردو پر يوې امنيتي پوستې باندېد نامعلومو وسله والو لخوا بريد شوى دى چې په كې ۷ تنه سرتيري ټپيان شوي دي. ويل كيږي چې سرتېرو په متقابلو ډزو ۴ تنه بريد كوونكي هم وژلي دي. د بله پلوه د مصر هوايي ځواكونو د العريش د ښار په مربوطاتو كې د ترهګرو پر يوې هډې بريد كړى دى چې په كې ۳۴ تنه ترهګر وژل شوي دي او ۱۰ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال كې ده چې په پلازمېنه قاهره كې دوو تنو موټرسايكل سپرو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى دى چې په په پاياله كې يو پوليس وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د مصر د سينا په دښته كې په ۲۰۱۴م كال كې يو شمېر اروپكو د داعش سره بيعت اعلان كړ او دا سيمه يې د سينا د ولايت په نامه ونوموله.

دې ډلې تر اوسه پورې په مصر كې د يو زيات شمېر بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.