په موصل ښارکې چاودنې ترسلوزیات کسان وژلي

د موصل ښار په جگړه ځپلې لویدیځه څنډه کې د پنجشنبې په ورځ دیوې چاودنې تر سلو زیات ملکي کسان وژلي دي. کرد ژبې تلویزون «روداو» د دغې پیښې د قربانیانو شمیر آن ۲۳۰ تنه ښوولی دی.

د عراقي ځواکونو یوه جنرال په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د «الجدیده» په ناحیه کې د ۱۰۸ کسانو جسدونه له خړوابو راایستل شوي دي. ویل شوي دي چې د دغي چاودنې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي. لا تر اوسه د چاودنې علت معلوم نه دی.

د موصل ښار لویدیځه څنډه، په عراق کې د داعش وروستی سنگر گڼل کیږي.

د عراق ځانگړو ځواکونو د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې د دغه ښار ختیځه څنډه له داعش څخه بیرته ونیوله.

د موصل د لویدیځې څنډي د بیرته نیولو له پاره پوځي عملیات د فرورۍ پر ۱۹نېټه پېل شول.

عراقي ځواکونو له میاشتو راهیسې له ترهگري ډلي «اسلامي دولت» څخه د موصل ښار د نیولو عمليات پيل کړي.

ملگري ملتونه اټکل کوي چې اوسمهال د موصل د لویدیځې څنډې ۴۰ سلنه برخه د عراقي ځواکونو لاس ته ورغلې ده او په دغه ښار کې جگړه لا هم ادامه لري.

ویل کیږي چې د عراق امنیتي ځواکونو خپل ځان کوڅه په کوڅه جگړې ته چمتو کړی دی د موصل پخوانۍ لویدیځه برخه تنگې کوڅې لري او دې وضعیت

د عراقي ځواکونو له لوري په دغه ځای کې د عملیاتو تر سره کول ستونزمن کړي دي.

د عراق د ځانگړو ضربتي قطعاتو د یوه ویاند په وینا د موصل د لویدیځي برخې کوڅې د پوځي او زغروالو موټرو د تیریدو له پاره ډیري تنگي دي او په وینا یې عراقي ځواکونه باید پر داعش باندې د برلاس توب له پاره کور په کور او کوڅه په کوڅه جگړه وکړي.

د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) ویلي دي چې داعش ډلې د موصل د لویدیځې څنډې ملکي کسانو ته گواښ کړی دی چې له دغې سیمې څخه به تېښته د اعدام سزا ولري.

په عین وخت کې د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي دي چي د موصل ښار په پخوانۍ ناحیه کې شا او خوا ۴۰۰ زره کسان داعش کلابند کړي دي. زیاته شوې ده چې دغه خلک له لوږې څخه کړیږي او دې ته اړ شوي دي چې کالي او نور شیان وسوځوي څو د ژمي سخته یخني وزغمي.

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ په حواله اوس هم د موصل په لویدیځه څنډه کې ۶۰۰ زره کسان ژوند کوي.

ویل کیږي چې په موصل کې د عراقي ځواکونو له پرمختگ راهیسې شا او خوا ۱۸۵ زره ملکي کسان په دې توانیدلي دي چې د موصل له لویدیځ څخه په تیښته بریالي شي.