سه شنبه , 23 اپریل 2024

په نایجیریا کې بوکوحرام وسله والې ډلې یو ځل بیا د ښوونځي ۹۰ انجوني تښتولي دي

په ۲۰۱۴ کال هم یادې ډلې د چبوک سیمې ۲۷۶ انجونې تښتولې وې.

بوکوحرام ډله په افریقايي هېواد نایجیریا کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې حکومتي ځواکونو سره جنګیږي.

د نایجیریا ځايي رسنۍ وايي چې دوه ورځې وړاندې د بوکوحرام وسله والې ډلې سلګونه وسله وال یې کتلي چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو او ګومسا سیمې له یو ښوونځي یې ۹۰ انجونې وتښتول.

د تښتول شوو انجونو پلرونه وايي چې له تیرو دریو ورځو یې لوڼې نادرکه دي او له حکومته غواړي چې برخلیک یې ورته معلوم کړي.

که څه هم د نایجیریا حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید کړې چې بوکوحرام دې د ښوونځي انجونې تښټولي وي خو کورنیو ته یې ویلي چې هڅې یې پیل کړي څو ورکې انجونې پیدا کړي.

عیني شاهدان وايي چې د بوکوحرام موټرې یې لیدلي چې پکې د ښوونځي انجونې کینولې وې.

دا په نایجریا کې د ښوونځي انجونو د تښتولو دویمه پېښه ده چې په نړیواله کچه یې غندنه شوې.

په نایجیریا کې له تیرو نهو کلونو جګړو کې شل زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور خپلو کورنو بیځایه شوي.

خبریال : جمشیدملکزی