په ننګرهار کې انټرنیټې خدماتو د انټرنیټ کاروونکي اندیښمن کړي

انټرنیټ یا دنړۍ جال چې په رامنځته کیدو یې ټوله نړۍ په یوه کلي بدله شوه او اړیکې دومره سره نږدې شوې چې ځینو هیوادونو کې  پیر او پلور هم د همدې لارې کیږي افغانستان هم یوله هغو هیوادونوڅخه دی چې د ټولنیزې میډیا په رامنځته کیدایې  دانټرنیټ دکاروونکو کچه ورځ تربلې زیاتیږي خو یو شمیر کاروونکې یې چې په دې اندیښمن کړي.

دوی ادعا کوي چې  دوئ ته انټرنیټي خدمات په هغه ډول نه وړاندې کیږي څنګه چې ورته اړتیا لري،سربیره پردې چټکوالی یې کم او بیې لوړې وي.

په ورته وخت کې یوشمیرادارې هم ددې خدماتو له سستوالي سرټکوي او وایي، د انټرنیټ کمزورتیا ددې لامل کیږي  چې  ددوی په کاري بهیر کې یې خنډ رامنځته کړی.

دوی زیاتوي کوم  چټکوالی  چې پلورونکي شرکتونه یې له دوی  سره دخرڅلاوپه وخت کې یادوي  دهغې برعکس چټکوالی یې کم وي،

یادی ادارې د مخابراتو اومعلوماتي  تکنالوژۍ له وزارت څخه غواړي  چې ددې  خدماتو بیې اوچټکوالي ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د ننګرهار دمخابراتو رییس انجینر عبدالرازق ثاقب د یاو شبکو څخه د څارنې ډاډ ورکوي او وایي وخت ناوخته موږ د ددغو شبکو څخه لیدنه کوو او هره شبکه چې دوزارت له لایحې سرغړونه وکړي قانوني چلند ورسره کیږي.

یاده ستونزه په داسې حال کې راپورته کیږي چې څوورځې وړاندې  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویلي و، چې په افغانستا ن کې شاوخوا (۲۱) میلیونه خلک له مخابراتي خدماتو څخه برخمن دي، چې دهیواد (۸۹) سلنه نفوس ترپوښښ لاندې نیسي، او له دې جملې څخه یې ځینې د انټرنیټ کاروونکي دي