په ننګرهار کې دوه تنه وسله وال مخالفين په ډزو ووژل شول

د تورخم – جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه تيره شپه ۰۲ قطعې دوه تنه وسله وال طالبان د ماين ځای پر ځای کولو پر مهال ووژل.

د معلوماتو له مخې له يادو وسله والو څخه ۰۲ قطعې يو ميل کلاشنکوف، يو ميل پيکا، يو ميل تومانچه، يو دوربين، يو حلقه ماين او يو عراده موټر سايکل ترلاسه کړيدي.

ماين ته امنيتي ځواکونو چاودنه ورکړې او د وژل شويو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.