د ملي امنیت مسولین وایي، په ننګرهار کې د مقناطیسي بمونو یو استاد نیول شوی.
دوۍ زیاتوي، چې یاد کس د مقناطیسي بمونو په جوړولو او ځای په ځای کولو کې پوره مهارت درلود او په زیاتو تروریستي پیښو کې یي لاس درلود.
ددوۍ په باور نوموړي د تښتونکو له ډلو سره هم لاس درلود.
د مسولینو په وینا یاد کس بریالی نومیږي او د ننګرهار ولایت اړوند غازي امان ښارګوټي ته څيرمه د ملي امنیت سرتیرو نیولی دی.
پولیسو ته د مجرم سره یو ځای ۶ مقناطیسي بمونه او دوه بې غږه تفانچي هم لاس ته ورغلي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ویلي.