په نړۍ کې د جګړې اته اساسي لاملونه‎

ژباړه: فریدالله منګل

دا چې جنګونه د پیړیو راهیسې د انساني تاریخ برخه ګرځیدلې، د ټکنالوجۍ چټک پرمختګ جګړه نوره هم شدیده او ورانونکې کړې ده. دا چې جګړه د ا چا لخوا او ولې په مخ بیول کیږي ګڼ عوامل لري، په ځانګړي ډول جګړه د یو هېواد یا څو هېوادونو لخوا د مخالف هېواد په مقابل کې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په مخ بېول کیږي.

دا روښانه ده چې د جګړې د پېل کیدو لپاره بې شمیره علتونه شتون لري، د تاریخ په اوږدو کې پوهانو او د نظر خاوندانو د جګړې او روانې غمیزې په اړه بیلا بیل نظرونه ورکړي دي. خو د اوسنۍ جګړې لپاره څو خاص عوامل شتون لري چې په لاندې ډول ښودل شوي دي.

 

۱، اقتصادي ګټې: ډیرۍ وخت شاید د جګړې هدف په ښکاره نور لاملونه ښودل شوي وي، خو زیاتره وخت اقتصادي لاملونه وي چې د جګړې او ناورین سبب کیږي، او په جګړو کې ډول ډول اقتصادي ګټې نغښتې وي. ځینې هېوادونه هڅه کوي تر څو د بل هېواد شتمنۍ تر خپل واک لاندې راولي.

په پخوا وختونو کې په یو هېواد برلاسي کیدل یواځي د قیمتي توکو د ترلاسه کولو موخه وو، لکه سره زر، سپین زر، او یا د مالدارۍ په موخه.

خو په معاصره نړۍ کې د قیمتي زیرمو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي او داسې شتمنۍ لکه تېل، منرالونه، او یا هغه توکي چې په تولید کې ترې استفاده کیږي، د تسلط لپاره هلې ځلې کیږي.

څیړونکي باور لري چې د نړۍ نفوس مخ په زیاتیدو دی او د اساسي زیرمې د کمیدو احتمال تر بل هر وخت زیات دی. ددې لپاره چې ځینې زیرمې لکه اوبه او یا د خوراکي توکو زیرمو باندې له وخت مخکې برلاسي شي، نو دوی ددې لپاره جګړه په لاره اچوي.

 

۲، د ځمکې نیونې په موخه: یو هېواد شاید پریکړه وکړي تر څو د بل هېواد خاوره د اوسیدلو، د کرنیزو محصولاتو، او یا د نورو ورته مقصدونو لپآره تر خپل کنټرول لاندې راولي. همدارنګه یو سیمه د نیولو وروسته شاید د دوو مخالفو هېوادونو تر منځ د «حایله سیمي» په موخه هم وکارول شي.

او یا ددې لپاره چې ددوو هیوادونو تر منځ بله سیمه د جنګ میدان په توګه وکارول شي، او یو خوا په غیر مستقیمه توګه ددې خاورې څخه په نظامي او مالي ډول ملاتړ وکړي، تر څو خپل دوښمن ددې لارې وځپي او خپلې ټولې ملي ګټې يې خوندي پاتې شي.

۳، مذهب: مذهبي اختلافونه زیاتره وخت ډیرې ژورې ريښې لري. زیاتره مذهبي شخړې په دې موخه چې دا به راتلونکې کې روښانه او مثبتې پایلې ولري تر څو

د مختلفو مذهبونو سربیره، په مذهبونو کې مختلفې فرقې هم ګڼ اختلافات لري لکه (عیسویان او کاتولیک، او یا سني او شیعه) کوم چې د پراخو جکړو لامل شوي.

 

۴، افراطي هېواد پالنه: ځینې هېوادونه په دې قصد چې خپل هېواد د نورو څخه غښتلی او ځواکمن وښايې، نو د نورو هېوادونو د لاندې کولو کوښښ کوي.

د نشلیزم اړوند یوه بله اصطلاح هم شته کوم چې د استعمار (امپریالیزم) په نوم یادیږي. دوی د دې لپاره جګړې ته مخ کوي تر څو ځان لوړ وښايې او هم فاتح د افتخار او شهرت لامل وګرځي.

 

۵، غچ اخیستل: په نړۍ کې ځینې جګړې د هغو انتقامونو په موخه وي، کومې پېښې چې د تاریخ په اوږدو کې واقع شوي وي. له بده مرغه چې دا ډول جګړې ډیر دوام کوي، هر هېواد چې د وخت په تیریدو ځواکمن شي د مخالف هېواد څخه د غچ اخیستو سوچ ورپیدا کیږي.

 

۶، کورنۍ جګړې: کله چې د هېواد په داخل کې د هېواد په واکمنۍ باندې اختلافونه رامنځ ته شي، او یا په دې سبب چې د هېواد چارې باید په څه ډول په مخ یوړل شي د شدیدو جګرو سبب کیږي. د کورنۍ جګړې یو عامل دا هم دی چې دوه مخالفې ډلې هڅه کوي، تر څو ځانته یو مستقل هېواد ولري. لکه امریکا متحده ایالتو چې غواړی د هېواد د یو لوی ایالت څخه بېل شي.

 

۷، انقلابي جګړې: کله چې د یوه هېواد زیاته برخه وګړي د یو فرد او یا کومې خاصې ډلې د مشرتوب څّخه د ناراضۍ په مقابل کې راپورته شي، د پراخو جګړو لامل کیږي. چې ځینې وخت د لوی مالي او ځاني زیانونه اړوي.

دا ډول جګړې د مختلفو لاملونو له امله پیښږي، خو هغه وخت یې احتمال لا زیاتیږي کله چې په هېواد کې خاصه ډله خلک د اقتصادي مرستې څخه بې برخې شي، او یا واکمنې ډلې په پراخه کچه د وګړو تر منځ بې عدلتي کوي.

 

۸، دفاع کول: په معاصره نړۍ کې نظامي یرغل زیاتره وخت په پراخه کچه د سوال لاندې راځي. زیاتره وخت هیوادونه خپلې نظامي جګړې په دې ډول توجیه کوي چې ګواکې دوی د خپلې خاورې څخه د دښمن په مقابل کې دفاع کوي. داسې جګړې زیاتره وخت خونړۍ وي او په مختلفونو نومونو توجیه کیږي.