پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په هرات کې پر دوه انجونودتیزاب شیندلو دپېښې په تړاو د۵ چارواکو دنده وځنډول شوه

په هرات کې د دوو نجونو پر مخ د تیزاب پاشلو د وروستۍ پېښې په تړاو د پنځو امنیتي چارواکو دندې ځنډول شوي دي.

اوړمه ورځ د هرات په څلورمه ناحیه کې پر دوو خویندو چې پلار یې د مدني ټولنې فعال دی او له دوو میاشتو راهیسې ګواښل کېده، نامعلومو کسانو تېزاب وپاشل.

د هرات د هغو امنیتي مسؤلینو دندې چې د افغان ولسمشر د هدایت او د کورنیو چارو وزارت د امر پر اساس تعلیق شوي، د هرات د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو د څانګې سرپرست سید احمد محمدي یې په اړه رسنیو ته وویل:د څلورمۍ حوزې آمر، د دې حوزې مرستیال، له جنايي جرمونو سره د مبارزې امر، د ترورېزم ضد او د منطقوي کنټرول آمران له کاره لېرې شوي او دندې یې تعلیق شوې دي.”

د تیزاب پاشلو د دغې پېښې عاملین تر اوسه نه دي موندل شوي.