سه شنبه , 23 اپریل 2024

په هلمند کې سلګونه کسانو دپاکستاني بریدونو پر ضدلاریون وکړ

په هلمند کې لاریون کوونکو د مرګ پر پاکستان شعارونه ورکول او له افغان حکومت يي غوښتل چي له پاکستان سره دې خپلې ديپلوماتیکي اړیکي قطع کړي.

دوی همدا راز په خپل پرېکړه لیک کې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي د هېواد د دفاع کولوژمنه وکړه.

دوی پر حکومت غږ وکړ چي که پاکستان پر کنړ او ننګرهار خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي نو باید له ورته ځواب سره مخ شي.

وروسته له دې چي د ننګرهار او کنړ پر ځینو سیمو پاکستاني ځواکونو بریدونه وکړل، د هېواد په ګڼو ولایتونو کي يي پر وړاندې لاریونونه وشول او د پاکستان دغه کار يي غندلی دی.

بلخوا په ننګرهار کي افغان ځواکونه وايي دوی د تیارسی په حال کي دي او که د پاکستان بریدونه ادامه پیدا کړي نو دغاښ ماتونکې ځواب سره به مخامخ شي.