پنجشنبه , 28 مارچ 2024

په هیواد کې ادبي هڅو ته پاملرنه پکار ده

لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی

دهیواد ادبي هڅو او غورځنګونوته ورځې  تربلې زیاته پاملرنه کیږي، داچې د ادب  او قلم څښتنان تل هڅه کوي، ترڅو خپلوادبي مبارزې  دلیکنو تږو  مینوالو ته  دهغوی تنده پرې ماته کړي  او ادبي لاسته راوړنې نورهم  قوت او ګړندي کړي.

ادبي خوځښتونه؛ لکه لیکنې، لوستنې، خلکوته دمعلوماتو لیږد  درسنیو له لارې او همدارنګه په ادبي ناستوکې لکه  شعري، نثري او ادبي بحثونه په لاره اچول دي.

په اوسني وخت کې  فرهنګي ستوري تل هڅه کوی، پروخت هغه کره معلومات  د ادب مینه والوته؛ د ډله ئیزو رسنیو له لارې ورسوي، چې ډیري يې  ادبي  معلومات پر هغو مسائلو باندې څرخي، کوم چې دیوې ټولنې ورځنۍ څرنګوالې ( وضعیت) ته په کتو ګوتنیوی کیږي.

هماغه ده، چې داصلي موقف یعنې داړونده مسؤلو کسانو پام دټولنې لورې ته اوړي.  ادبي هڅې چې نن موږ وینو ترکومه بریده  چې په چاپي، غږیزو (سمعي) او  لیدیزو (بصري) خپرونې په هیوادکې خپریږي داهم په ادبي سترو لاسته راوړنو کې خورا مهم ګڼل کیږي .

فرهنګ  دټولنې معنوي شتمنۍ ده، چې ټولنه پرهغه ولاړه او د ژوند  رسوم اوعنعنات ورباندې سرته رسول کیږي. ځکه ټولنه دفرهنګ په شتون ژوندۍ دی، هغه ټولنه چې فرهنګ اوکلتور ونه لري، تل په ویره، وحشت اوبربریت کې ژوند کوي، هیڅکله به مخ پر وړاندې لاړه نشي.

داچې فرهنګ په ژوند څومره اغیزه لري، ددې لپاره باید جدي پاملرنه ولرو، ترڅو دخپل اصیل فرهنګ  په وده او پرمختګ کې موږ خپل ایماني او وجداني سترمسؤلیت دهیواد دملي ګټو پروړاندې  ترسره کړي  وي.

خو او سمهال  په هیواد کې هغه  رسنۍ وینو چې دپردیو فرهنګ ته   ډیره پاملرنه کوي او خپل ملي افغاني فرهنګ ته څومره  زیات تاوان رسوي.  هرهغه څوک چې  دپردیوهیوادونو کلتور په یوه سمه  ټولنه کې دود او رواجولو غوښتنه يې کوي، په حقیقت کې خپلو ملي شتمنیو ته په بده سترګه کتل اوهغه دپښولاندې کول دي.

افغانستان چې یو اسلامي هیواد دی، دافغاني  فرهنګ په ساتلو او وده کې  هڅه دې  وشي، چې خپل  فرهنګ دپردیو هیوادونو لخوا کوم صدمه ( زیان) ونه ویني او چاته اجازه هم ورنه کړل شي، ترڅو زموږ ملي او افغاني فرهنګ ته تاوان ورپیښ کړي او دنورو هیوادونو فرهنګ دلته  پلي شي  .

اړینه خبره اوسنيو ځوانانو او د رسنیو  مسؤلینوته داده، چې د خپل اسلامي اوملي فرهنګ په  وده  کې هڅه وکړي،  ترڅو په رسنیوکې د افغاني اصیل فرهنګ ته په رښتونولي توګه ډیره  پاملرنه وکړي. په ځانګړې توګه په هیواد کې تلویزیوني چینلونه دپرديو هیوادونو سریالونه، موسیقي او نورې خپرونې څومره زیاتې شویدي، دهغوپه ځای دې  سوچه اصیل افغاني  فرهنګ ته ځای ورکړل شي.  نودغه سریالونه او موسیقي زموږ په نوې نسل اوتردې چې زموږ دهیواد په ټولنیزواواقتصادي مسایلو باندې څومره بده اغیزه کړیده.

ګوروچې زموږ  د خوښیواو خوشحالیومحفلونوکې له حده زیات لګښت کیږي، دخوشحالیو او غمیزو ورځو لمانځل په کوم ډول او همدارنګه  دهغو ورځو  یادونه  چې زموږ په اسلامي اوملي فرهنګ کې شتون نلري سرته رسول کیږي.   چې ستر لامل يي دبهرڅخه پلي  شوې او کاپي شوي  رواجونه او دودونه دي.

ددې کار دمخنوي لپاره داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ستره دنده ده؛ چې دفرهنګ په وده اوپیاوړتیا کې داسې ملي طرحه او تګ لاره جوړه کړي، چې زموږ هیوادوالو لپاره دمنلو وړ اوزموږ دفرهنګ په ساتلو او پراختیا کې اغیزمن کارتمام شي.

یاد وزارت دې  هڅه وکړي، چې دتلویزیوني اونوروخپرونو، څارنه او ارزونه  دې وخت پروخت وکړي.  په رسنیوکې  له قانون خلاف خپرونې د جریمه اویا دې عدلي اوقضايي اداروته معرفي کړی، ټولې رسنۍ دخپرولو مهال ویش داسې تنظیم او جوړ کړي، چې ددې وزارت د تائید وړ  وي .

په دې اړه دټولني هر وګړې ته هم پکار دي، چې دناوړو اوبې ځایه فرهنګ څخه مخنیوی وکړي، ځان په اصیل افغاني فرهنګ سمبال او ټولنه سمې  لورې ته وهڅوي.

دیوځلانده، آباد، سمسور اوتل پاتې سولې افغانستان په هیله.