چهارشنبه , 24 اپریل 2024

په ورځني ژوند کې د کتاب لوستلو او مطالعې ۱۰ ګټې

ژباړه او راټولونه: رفیع الله باهر

ډېر کسان د یو ښه کتاب د لوستلو له ګټو ندي خبر، د ورځې په اوسط ډول لس دقیقې مطالعه کولای شي تاسې یوې نوې نړۍ ته یوسې، چې له دې نوې نړۍ څخه د یو څه په یادولو تاسو کولای شئ خپل ژوند ته لا غوره والئ ورکړئ.

مطالعه د الزایمر ناروغئ مخنیوی کوي.

څېړنو ښوولې هغه کسان چې ورځنئ مطالعه نه لري، دوه نیم برابره ډېر د هغو کسانو په نسبت چې په ورځنۍ توګه مطالعه کوي زیات په آلزایمر ناروغئ اخته کېږې، دا په دې مانا نه ده چې مطالعه د الزایمر ناروغئ مخنیوی کوي بلکې دا ښييي چې د مطالعې او الزایمر ناروغئ ترمنځ مستقیمه رابطه موجوده ده.

له مطالعې سره تاسو تل د نویو څیزونو زده کولو په حال کې یئ.

که تر اوسه نه پوهېدئ، اوس پوه شئ چې د کتاب لوستل مو مغز له نویو او مفیدو څیزونو څخه ډکوي. هغه څیزونه چې دقیق نه پوهېږو چېرې او چا ویلي خو په موقع کې مو یاد ته راځي او په واسطه یې خپل کار مخته وړلای شو. مطالعه انسان لا بیداره کوي، ځکه نه یواځې دا چې مطالعه مو مغز له نویو خبرونو ډکوي بلکې ددې سبب هم ګرځې چې هغه په مناسب وخت کې یاد ته راوړلو وروسته استعمال او نورو ته یې ورسو.

هغه کسان چې مطالعه کوي په ډېر ګمان سپورټ هم کوي او ډېر اجتماعي هم وي.

څېړنو ښوولې هغه کسان چې ډېره مطالعه کوي، د مدني او اجتماعي حالاتو له لوري ښه موقفونه لري، دا په دې مانا چې کتاب لوستل او مطالعه ستاسو په ژوند کې د لا بریاوو سبب کرځي.

مطالعه مو ذهني سټرېس یا فشار له منځه وړي او حالت مو ښه کوي.

د ذهني نارآمئ لرې کولو لپاره یواځنئ لار مطالعه ده چې تا او ستا نآرامه ذهن یوې نوې نړۍ ته بیایي. څېړنو ښوولې چې ۶ دقیقې مطالعه تاسو سره مرسته کوي تر څو ۶۸٪ ذهني فشار مو کم کړي.

کتاب مو روغ ساتي.

کتاب لوستل لکه د یوښه فلم کتل یا د غوره موسیقۍ اورېدل، چې تېرې تجربې او خاطرې مو بیا را تازه کوي، او له یوې نوې زاویې ورته ګوري. مثلآ؛ د مطالعې وخت کې لولئ چې د لیکونکي ستونځې ستا ستونځو او مشکلاتو ته ورته دي نو د لیکونکي له تجربو څخه په ګټې اخستنې خپلو ستونځو ته د حل غوره لار پیدا کولای شې.

مطالعه انسان ته د لا ښه تشرېح کولو توان ورکوي.

په ټوله کې انجنیران، ډاکتران، او راتلونکي مشران هر څومره چې زیاته مطالعه وکړي په همغه اندازه د ایډيال شخص مالومول او د اړیکو لا ښه وېشل آسانه او راحتوي.

مطالعه تاسو ته نوي لغتونه در زده کوي او لا ډېر پوه مالومېږئ.

هر څومره مو چې نوي کتابونه لوستي وي په همغه اندازه له نویو کلمو سره بلد کېږئ. او دا نوي زده شوي لغتونه او کلمې یوه ورځ ستاسو په ورځني ژوند کې خپل ځای پیدا کوي. په دې اساس مونږ ټول د نویو لغتونو زده کولو او پخپل ځای یې استعمال ته هم اړتیا لرو نو په دې اساس مطالعه او کتاب لوستل ددې ستونځې یواځنئ لار ده.

د کتابونو لوستل او مطالعه تاسو سره مرسته کوي چې ښه لیکوال ؤ اوسئ.

څېړنو ښوولې چې د یو ښه کتاب لوستل تاسو سره مرسته کوي تر څو د دې کتاب د لیکونکي د لیکلو مهارت ستا په لیکلو تآثیر وکړي. لکه څنګه چې د یوې ښې موسیقۍ اورېدل ستاسو په زوق او سیلیقې تاثیر کولای شي.

کتاب لوستل یا مطالعه د دې سبب ګرځې چې نور ښه درک کړای شئ.

د ناولونو او ستاسو د ایډیال د خاطراتو په لوستولو سره تاسو کولای شئ چې د خپل ژوند او تجربو تر څنګ تاسو ته د نویو تجربو او د ورځنیو ستونځو ته ښې او لا غوره حل لارې پیدا کړای شي.

هغه کسان چې ډېره مطالعه کوي، تر نورو بهتره دنده او ژوند لري.

ویلسو فلچر وایي: مطالعه د انسان لپاره ډېرې دروازې خلاصوي او ژوند آراموي. د ورځې په آخر کې نه پوهېږې څنګه خو د کتاب لوستل او مطالعه په ټوله کې د انسان حالت بهتروي.

نو غوره خبر داده چې؛ له نن او له همدا اوس څخه ټول مطالعې لپاره یو غوره او منظم پلان جوړ او مطالعه پیل کړو