سه شنبه , 16 اپریل 2024

په ټولنیز ژونــــد کې د ښه ســـلوک ارزښت:

انسان د ټولنيز ژوند لپاره پيدا شوی دی، د نيا ته د يو بل د پېژندګلوی لپاره راغلی دی او د يو بل سره به په کارونو کې مرسته او همکاری کوي.

په عين وخت کې انسان ځينې نفسی عوارض هم لري لکه مينه، کينه، رضا،خوښی، قهر او غوسه، ښه او بد ګڼل.

که چرته يو انسان په يوه لاره روان شي او پورتني حالات خلکو ته هر وخت او په هر حال کې څرګند کړي نو ټولنيز نظام به ګډوډ شي، خلک به يو بل و نه پېژني او د يو بل د مرستې څخه به لاس واخلي.

خو الله تعالی پخپل حکمت سره انسان داسې ادب، خوی او اخلاقو خپلولو ته چمتو کړی دی چې د هغه په واسطه اړیکو د پریکون او مرستې د نه کولو څخه ځان ساتي چې هغه د مدارت اوښه چلند د ادب څخه عبارت دی.

مدارت او ښه سلوک هغه څه دي: چې مينه او الفت زرغونوي ، خورې ورې رايې، او جلا شوي زړونه يو ځای کوي.

ښه سلوک(ښه چلند) څه ته وايې؟!

ښه سلوک عبارت دي: په ورين تندي مخامخ کېدل، خوږې خبرې کول، له هغه څه ځان ساتل چې کینه او قهر ورڅخه معلوميږي، او يا ځان ناخبره ښودل مګر دا چې د ناخبرۍ څخه خبرول غوره او ښه وي.

د مدارات او ښه چلند څخه دا هم دي چې ته په مجلس کې د هغه چا سره يو ځای شې چې له تا سره پټ خپګان او د ښمني کوي، خو ته د هغه سره په ورين تندي مخامخ شې، د ستړي مشي حق يې ادا کړې او هغه سره په نرمۍ خبرې وکړې.

يو حکيم وايي:

وأمنحه مالي وودي ونصرتي وإن كان محني الضلوع على بُغْضِي

ژباړه: زه خپل مال، دوستي او مرسته هغه ته ورکوم که څه هم دهغه په سينه کې ماته بغض پروت وي.

امام شافعي رحمه الله ويلي:

إني أحيي عدوي عند رؤيته لأدفع الشر عن بالتحيات

وأظهر البشر للإنسان أبغضه كأنه قد حشا قلبي محبات

ژباړه: زه د دښمن سره د مخامخ کېدو په وخت ستړي مشي کووم، تر څو د هغه شر په ستړي مشي او سلام کولو لیرې کړم، او هغه چاته خوشالی څرګندووم چې بد يې ګڼم، ګويا چې زما په زړه کې د هغه مينه ده.

ځينې وخت ښه سلوک د د ښمنۍ اور وژني او هغه په دوستۍ بدلوي، انسان څومره ښه چلند ته اړتیا لری په تېره بيا د هغه چا سره چې د خلاصون چاره يې ترې نه وي او نه يې له شر او زيان څخه خوندي وي.

د ښه چلند په اړه د پوهانو او علماوو ویناوې:

  • ابن الحنيفة وايي:” هغه څوک هوښيار نه دی چې له هغه چا سره ښه ژوند نه تېروي چې د ژوند تېرولو خلاصون يې ترې نه وي تر څو الله تعالی پرې پراخي راولي او د حل لاره وروښايي”.
  • عقابي وايي:”مدارت او ښه سلوک نرم سياست دی نه ورڅخه پاچا بې پروا کېدی شې او نه ګدا، خپلې ګټې پرې لاس ته راوړې، او شر پرې له ځانه دفع کوې، د چا ښه سلوک چې زيات وي نو ستاينه او سلامتيا يې مل وي”.
  • ځينې هوښيارانو ويلي دي چې:” عاقل ته پکار دي چې د زمانې سره داسې وچليږي لکه د روانو اوبو سره لامبوزنۍ”.
  • حسن وايي: په ښه توګه پوښتنه کول نيم علم دی او په ښه توګه د خلکو سره چلند کول نيم عقل دی او د ژوند په چارو کې ميانه روي نيم خرڅ دی”.
  • ابن حبان- رحمه الله- ويلي:” چا چې د ټولو خلکو خوښي ولټوله نو د هغه څه په لټه کې دی چې ترلاسه کول يې ناشونی دی، بلکې عاقل انسان بايد د هغه چا د خوښۍ په لټه کې وي چې له هغه څخه يې خلاصون نه وي ، که څه هم زمانه يې دې ته اړ باسي چې هغه شيان ښه وګڼي چې عادتا يې بد ګڼي او يا هغه شيان بد وګڼي چې عادتا يې ښه ګڼي خو چې ترڅو ګناه نه وي دا کارونه مدارت او ښه سلوک دی.

ډېر خلک د نورو سره ښه سلوک کوي خو بيا هم د هغوی له ضرره خوندي نه وي، نو هغه څوک به څه خوندي پاتی شي چې د سره ښه سلوک نه کوي”.

  • علي بن ابي طالب رضی الله عنه فرمايي:

يقول لك العقل الذی زين الوری إذا انت لم تقدر عدوا فداره

ژباړه: تاته عقل چې ټول عالم يې روښانه کړی وايي : که په دښمن قادر او برلاسی نه وې نو د ښه چلند لار ورسره ونيسه.

لیکوال : محمد بن ابراهیم الحمد

ژباړه: انــــــدیال ساپی