په پاکستاني پوځیانو برید کې یو افسر او یو عسکر مړه شول

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې  ترهګرو په پوځیانو د برید سره یو تن افسر  او یو تن عسکر مړه شول.

د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  ترهګر په شمالي وزیرستان کې  په پوځیانو خونړی برید وکړ چې په پایله کې  یو تن افسر عبدالمعید  او یو عسکر  بشارت  ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  ترهګرو  د پوځیانو په موټر  وسله وال برید کړی دی.

د ویلو ده چې  پدې پیښه کې  ۲۱ کلن افسر چې دا  د هغه  لومړنۍ  دنده  وه پکې ووژل شول.

د برید مسئولیت  تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.