په پښو او لاسونو مېخونه، يا ځښې ولې راټوکېږي؟

لیکوال: قيوم قيومي

په ټوليز ډول په لاسونو او پښو مېخونه راپورته کېدل، ټوليزه ناروغي ده، دغه ناروغي د نارينه په پرتله په ښځو کې ډېره ليدل کېږي.

شپېته سلنه يې ښځې او ۴۰ سلنه يې سړي دي. کله چې د انسان په بدن کې اوسپنيزه ماده د خپلې کچې ډېره شي، ياد مېخونه، ځښې راپورته کېږي.

راځو درملنې تـــــــــــــه :

لومړی: مېخونه، ځښې مو په چکۍ ( صابون) پرېولئ،

درمل جوړونه: وچ اوړه، نېمبو، هګۍ او ژړ کورکمان يو ځای سره ګډوډ کړی.

په دومره کچه درمل جوړ کړئ، چې ستاسو د مېخونو يا ځښو لپاره بسنه وکړي.

دا ويده وړاندې يې پر هغه ځايونو کېږدئ، که شونې وي، پلاسټر په کور کې لرئ ترينه چاپېره يې کړئ، ان شاءالله په څو ورځو کې هغه مېخونه او ځښې له منځه ولاړ شي.

يادونه: هغه کسان چې پرلپسې پڼي – موچڼي په پښو کوي، په پښو يې مېخونه يا ځښې نه راپورته کېږي.