پنجشنبه , 18 اپریل 2024

په کابل کې قرغې ډنډ ته نژدې د۲۷۰میلیونه ډالرو په لګښت یو لوبغالی جوړيږي

یو شمېر امریکا مېشتې افغانان غواړي چې د کابل ښار قرغې ډنډ ته نژدې یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.
د دغه لوبغالي د جوړولو اعلان تېر کال افغان سندرغاړې مژده جمال زاده وکړ، ویې ویل چې د لوبغالي لپاره له خلکو مرسته ټولوي.
د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه افغان – امریکايي سوداګر خبریالانو ته وویل چې د ۲۷۰ ملیون ډالره په لګښت د جوړېدونکي لوبغالي لپاره یې قرغې ډنډ ته نژدې د۱۰۰ ایکړه مځکې معامله بشپړه کړې ده او ژر به د لوبغالي کار پیل کړي.
مژده جمالزاده وايي چې د مځکې له رانیولو وروسته د لوبغالي د جوړولو لپاره د بسپنې ټولولو ته دوام ورکوي.