پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په کانکریټ کې د وچیدو انقباض کمول

ژباړه: انجنیر فرید عاطف

په هرډول ساختماني کار کې د کانکریټ انقباض یوه ستونزه وي خو کله چې په فرشونو کې کانکریټ اچول کیږي نو بیا د کانکریټ انقباض جدی مسله وي، په دا ډول کانکریټو کې د درز پیداکیدو یو لوی لامل د وچیدو له امله انقباض بلل کیږي.دا ډول انقباض د سیمنټي خمیرې د مرکبه موادو څخه د لمدبل د ضایع کیدو په پایله کې منځ ته راځي،کوم چې تقریبا په واحد اوږودوالی 1% منځ ته راځي.له بده مرغه ډکوونکي مواد په داخلي توګه محدودیت منځ ته راوړي او حجم بدلون تر 0.05% پورې راکموي .په وچیدو سره کانکریټ انبساط کوي.د لمدبل له امله د حجم بدلون د کانکریټو یو مهم خاصیت دی.که په کانکریټو کې پرته له کوم محدودیت څخه دا انقباض منځ ته راشي نو هیڅ ډول درز نه پیداکوي. د کانکریټو انقباض د وخت په تیریدو سره په چټکۍ کمیږي.تجربو ښودلې چې د شلو انقباض له 14% تر 34% یواځې د کانکریټ اچولو په هغه لومړیو دوه اونیو کې منځ ته راځي.په داسې حال کې چې د شلو کال د انقباض له 66% تر 85% پورې په لومړی کال کې منځ ته راځي د انقباض یو مهم فکتور دوچیدو او لمدبل شرایط دي ،که چیرې کانکریټ په سل فیصده لمدبل محیط کې وساتل شي هبڅ ډول انقباض به منځ ته رانه شي. درزونه په حقیقت کې د انقباض او محدودیت په پایله کې پیښیږي .دا محدویت معمولا د ساختمان د بلې کومې برخې او بستر له امله وي کوم چې کششي تشنجات پیداکوي.کله چې په کانکریټو کې کششي تشنجات له مجاز حد زیات شي نو درزونه منځ ته راوړي.په ډیر کم تشنج کې هم کیدای شي درز راښکاره شي.په کتلوي کانکریټي عناصرو کې کششي تشنجات دکانکریټو داخلې برخې او سطحې ترمنځ د انقباض تفاوت له امله وي.ترټولو لومړی د کانکریټو په سطحه کې زیات انقباض د درز منځ ته راتلو لامل ګرځي ،کوم چې په قراره قراره ژور کیږي..

د کششي تشنجاتو اندازه د څو فکتورونو د یوځای کیدو له امله اغیزمن کیږي چې دا فکتورونه په لاندې ډول دي.

د انقباض اندازه .

د محدودیت درجه) (Degree of restraint

د الاستیکیت مودول.

دکریپ اندازه .

د وچیدو انقباض په اساسي توګه د ډکوونکو موادو په مقدار او ډول او په مخلوط کې د اوبو مقدار څخه اغیزمن کیږي.څومره چې ډکوونکي مواد غټ وي هومره د انقباض اندازه کمه وي .د ډکوونکو موادود سختوالي (stiffness)لوړوالی د کانکریټ د انقباض په کمولو کې ډیر موثر دی.دا په دې مانا دی چې که په کانکریټو کې شګلنې تیږې وي نو د ګرانیټ ،بذلت اوچونې ډبرو په پرتله یې انقباض دوه چنده پورې لوړ وي.څومره چې په کانکریټي مخلوط کې د اوبو مقدار زیات وي هومره د وچیدو انقباض زیات وي.د کانکریټې دیوالونو او سلبونو په سطحه کې چاودونه (crazing)د وچیدو انقباض غوره بیلګه ده.په داسې سطحو کې چاودونه هغه وخت منځ ته راځي د کانکریټو دننه برخې په پرتله د هغې په سطحه کې د اوبو مقدار زیات وي.

په کانکریټو کې د وچیدو انقباض کمول. REDUCING DRYING SHRINKAGE IN CONCRETE

کله چې کانکربټ واچول شي نو په هغې له هغې اندازې زیاتې اوبه وي چې د سیمنټو د هایدریشن لپاره ورته ضرورت دی ،دغه اضافي اوبه معمولا ددې لپاره ورکول کیږي چې کانکریټ خپل ځای ته ورسوی شي او سمبال شي،دا اوبه په همدې مهال تبخیر کیږي او انقباض منځ ته راوړي.په کانکریټو کې د انقباض کمولو لپاره باید لاندې کړنې ترسره شي.

په مخلوط کې د ډکوونکو موادو د اعظمي مقدار زیاتول .په دې سره د وچیدوانقباض راکمیږي.

انقباض د مخنیوي لپاره د اوبو-سیمنټو ټیټ نسبت ډیر مهم دی.د نشست درز او وچیدوانقباض د کمیدو لپاره په کانکریټو کې د اوبو مقدار بایدراکم شي.د انقباض له امله درز کیدای شي

د انقباض جینټونو contraction joints ا و سم ډول سیخانو په ورکولو سره کنترول کیدای شي.

سربیره پردې د انقباض تعویضونکو(shrinkage compensating) سیمنټو په کارولو سره کنترول کیدای شي.

د اوبو مقدار د کمولو لپاره د علاوه کوونکي مرکب کارول.

د کانکریټو له سطحې څخه د اوبو د تبخیر د مخنیوي لپاره په سمه او مناسبه توګه اوبه ورکول .

د کانکریټ په سطحه کې د ښویه کولو لپاره د وچو سیمنټو او نورو پوډرې موادو له کارولو باید ډډه وشي.

د سطحې د ښویه کولو لپاره د نامناسبو میتودونو له کارولو باید ډډه وشي.

د باد لګیدو په وخت د کانکریټ اچولو څخه ډډه وشي ،که بیا هم شوني نه وي نو د باد دمخنیوي لپاره د مات ماتونکي وکارول شي.

د کانکریټ اچولو په وخت د کانکریټ د زر ځان نیونې کیمیاوي مواد لکه ګچ کارول .