پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په ګوګل کې ځینې پټ رازونه

 

د ګوګل پلټونکی ماشین (Google Search Machine) نن سبا زمونږ یوه ستره اړتیا ده او خلک په انټرنېټ کې زیاته پلټنه او لټون په ګوګل کې ترسره کوي.

د دې لپاره، چې پلټنه مو په زړه پورې او په بېلابېلو طریقو وشي؛ نو ګوګل ایسټر اېګز/ Google Easter Eggs وکاروئ.

ګوګل اېسټر اېګز داسې پټ کوډونه او پیغامونه دي، چې په ګوګل کې پلټنه لا رنګینه او په زړه پورې کوي.

په ګوګل کې ځینې ایسټر اېګز په لاندې ډول دي، همدا اوس پرې کوښښ وکړئ او خوند ترې واخلئ.

۱- do a barrel roll

په ګوګل کې «Do a barrel roll» ولیکئ او د انټر کولو وروسته به تاسو وګورئ، چې د ګوګل پاڼه به یو ځل ګردچاپېره تاوه شي او بیا به بېرته خپل حالت ته راشي.

۲- askew یا tilt

د ګوګل په سرچ بکس یا لټونځای کې «askew» او یا هم «tilt» ولیکئ؛ نو ستاسو د براوزر پاڼه به یو څه کږه او په څنګ شي.

۳- zerg rush

دا ډېر په زړه پورې ایسټر اېګ دی. که په ګوګل کې «zerg rush» ولیکئ او انټر یې کړئ؛ نو په ګوګل کې دوه د «O» توري به په شین او سور رنګ په حرکت راشي، د براوزر پر مخ ټول شیان به پاک کړي او په آخر کې به ترې دوه رنګه د «G» توري جوړ شي.

۴- Google in 1998

په ګوګل سرچ کې «google in 1998» ولیکئ؛ نو ګوګل به په یو بل پخواني ډول پرانستل شي او تاسو ته به دا وښایي، چې ګوګل په ۱۹۹۸کال کې په کومه بڼه و.

۵- blink html

په ګوګل کې «blink html» ولیکئ؛ نو تاسو ته به دغه دواړه کلمې په سترګک وهلو پیل وکړي.

۶- Festivus

که تاسې د ګوګل په سرچ بکس کې «Festivus» ولیکئ؛ نو د ګوګل چپ لوري ته به یوه کرښه راڅرګنده شي.

۷- pacman google

د ګوګل په ادرس پټه یا ادرس بار کې «pacman google» ولیکئ، انټر یې کړې، تاسو ته به یوه لوبه پرانستل شي، په Click to play کلېک وکړئ، لوبه به پیل شي.

۸- د ګوګل ادرس بار ته دغه لاندینۍ فارموله کاپي کړئ، انټر یې کړئ. تاسو کولای شئ، چې د زړه په بڼه یو ګراف جوړ کړئ.

sqrt(cos(x))*cos(300x)+sqrt(abs(x))-0.7)*(4-x*x)^0.01, sqrt(6-x^2), -sqrt(6-x^2) from -4.5 to 4.5

۱۰- ګوګل پرانیزئ او د څه لیکلو پرته په «I’m Feeling Lucky» کلېک وکړئ، تاسو ته به د ګوګل ډوډلز/Doodlesخلاص شي.

ګوګل ډوډلز هغه لنډمهالې لوګوګانې دي، چې ګوګل یې وخت په وخت د مهمو پېښو لپاره بدلوي، رابدلوي.

زاهدالله ځلاند