په یونان کې افغان ځوانان د جنسې خدمتونو وړاندې کولو ته اړ شوي دي

په یو څیړنېز راپور کې چې د الجزیرې انګریزې وېب پاڼي خپور کړی، ویل شوي چې په یونان کې بند پاته افغان ځوانان جنس پلورلو ته اړ شوي دي.

د ویبپاڼې د خبر سره سم هر سهار وختي افغان ځوانان چې یونان ته بې سرپرسته رسیدلي، د یونان «Pedion Areos Park» ته راځي او بیا د لمر لوېدو پر وخت د هغو ښځو پسې ګرځي چې د پنځه څخه تر لسو یورو په مقابل کې د جنسي اړیکو نیولو غوښتنه کوي او د پارک په یوه کونج کې بدفعلي سره کوي.

ویبپاڼه لیکي چې ځیني داسي هلکان هم شته چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو څخه نیولې بیا تر ۲۰ کلونوپوري رسیږي، او مشتریان یې له ۳۰ کلونو څخه نېولی ان تر ۹۰ کلونو رسیږي. ځیني ځوانان یوازي د سګریټو رانیولو لپاره جنسي اړیکې نیسي، ځیني يې د یو ښه موبایل رانیولو لپاره او ځیني ددې لپاره چې د ښځینه جنس پلورونکو سره بدفعلي وکړي.

د یونان امنیتي چارواکو ویلي چې دوی دغه قضیه تر څیړني لاندي نیولې ځکه یې په اړه د څه ویلو څخه ډډه کوي. د راپور سره سم په یونان کې جنس پلورل قانوني بڼه لري، خو د هغه لپاره په کار دي چې د جنس پلورنکو عمر اقلا ۱۸ کاله وي، قانوني لایسنس ولري او حکومت ته ټکس ورکړي.

دغه جنس پلورونکي بیا د حکومت د روغتیايي خدماتو څخه هم برخمن وي او کار یې قانوني وي، خو یونان ته راغلي کډوال چې هیڅ اسناد نه لري، په غیر قانوني توګه جنس پلوري، کومي پیسې چې له دغه لاري تر لاسه کوي هغه ډیري کمي او د خوراک کفایت کوي، دا چې دوی له ځانه سره څومره ناروغۍ انتقالوي د هغوی هیڅ درک نه لګیږي.