پوهنه د ژوند رڼا ده

لیکنه: نغمه سهر

موږ په پښتنې ټولنه کې تعليم تر اوسه پر مخ تګ ندی کړی، ولې چې تر ننه پورې زموږ تعليمي نظام په شا روان دی، په علمي توګه ډېر کم دي ولي چي کم ښه دي بد ډير دي.

نو دوی چې څه ليدلي او کتلي نه وي نو هغه به څنګه د فطرت ازادی ته ورنژدې شي ځکه خو زموږ تعليمي نظام هم ناکامه دی.

ځکه خو د خلګو ذهنونه تر اوسه زنګ نيولي دي. نو داسي ټولنه کی به څنګه بدلون راشي نن که هر څه زموږ په خپله ټولنه کې شا و خوا وګورو نو کوم تشدد وهل ترټل اغوا غلاوې بد نظمي دا ټول زموږ په ټولنه کې تر ټولو زياتې لارې بندې کړې دي.

ددې لپاره وايمه چې تعليم وکړئ ځان وپيژنئ او دنورو ارزښت او احترام وپيژنئ دا ټول په پوهنه او تعليم کې ښوول کيږي .

زده کړې هيڅ وخت بايد يو طرفه نوي هرکتاب بايد د ځان د پوهولو لپار ولوستل شي که فکر وشي په يوطرفه ښوونه کې تعصبي هغه اړخ قوي کوي چي فطري ازادي نه مني تر نسلونو او پيړيو يو جنتيکي نفرت کپي وګرځي .

بهتر داده چې په ښوونه کې دفکري پراختيا لپاره د انسان پيژندنې په هدف او امکاناتو او طبعي جوړښت او ارزښت زياته ښوونه وشي وخت ګړۍ کلتور زمان بدليږي ښوونه د طبیعت سره هم تعليم ښوونه پراخوالی کوي بلدتيا اړينه ده هر لوري ته ترحيج او دارزښت او احترام دسنج لپار محدود پاته نشي کله چي په ښوونه او تعليم کې سرحدونه پيدا شول په تعليمي نصاب او روزنه هلته تاثير کوي چي دوه مختلف نظرونه روان وي.

په اړوند ښوونيز سيستم کې د تنفر او کرکې مخالفتونه په ټولنيز ژوند اغيزه کوي ولسونه په ډلو ويشي او يو هيواد سياسي او افسانوي ډلو او ګوندونو ته کش کړي بهتره داده چې تعليم وکړئ او ښه زيات يې وکړئ او دهيواد ټولنې ولس او نورو دګټي لپاره يې وکاروئ .