پنجشنبه , 25 اپریل 2024

پښتین وايي، پر پښتنو د ظلمونو خلاف په کوېټه کې ستره غونډه جوړوي

منظورپښتین وایي  د پښتنو خلاف روان جنګ ددغه ملت لپاره  تل  غمونه، او خپګانونه او دپښتنو پرسترګو یي تل دخفګان اوښکي راوړي نوموړي وایې چې دوي به په راروانه غونډه کې له پښتنو سره په بي ګناه ظلمونواو پرهغه پښتنو خبري وکړې چې لایې هم تراوسه درک نشته

منظور پښتین وروسته له دې په ټولو پښتنو کې مشهورشوی چې په اسلام اباد کې یې د لس ورځو لپاره د عتراضیه ناسته کې  په بریالیتوب لارښوونه وکړه.

پښتین وایي چې په دغه ناسته کې به په ټولو پښتنو ډلو اوهغه ګوندونو ملاتړ ترلاسه  اودپښتنو خلاف په روانوظلمونو کې به یي په کلکه ودریږې

منظور پښتین وايي چې د کوټې په غونډه کې به د پښتنو په ټولو ستونزو هراړخیزه خبرې وشي او روانو ستونزو ته به یوه تکلاره جوړه شي.

ده همداراز وویل چې د پښتنو د یووالي لپاره به غونډې او لاریونونه ته دوام ورکړي.ترڅو چې چارواکې له دغه کاره لاس په سرکړې نه وي

تیره ورځ  د باجوړ زرګونو خلکو په کراچۍ کې د پښتنو پر سیستماتیکو وژنو اعتراض وکړ. دوی چې د فبرورۍ په پنځلسمه د باجوړ د یوه پښتون د وژل کېدو په پلمه د ټولو پښتنو د بې رحمانه وژنو خلاف راغونډ شوي وو، وویل چې دا نه لومړی ځل دی او نه به وروستی وي.

نیازمحمد خاکسار