پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ځاني څرګندۍ (پرسونل سټیټمنټ) څنګه ولیکو؟‎

لیکنه: رحیم امین

که غواړی چې د نړۍ په پیژندل شوو پوهنتونونو کې ومنل شی او هلته زده کړي وکړی نو بیا دا یاد ساتی چې ځاني څرګندۍ یا Personal Statement ستاسو له ښو نمرو وروسته لمړی شرط ده. پوهنتونونو ته ستاسو په څیر په سلهاوو او زرهاوو زده کوونکي نوم لیکني کوي چې نمري به یې ښایې له تاسو سره برابري او یا له تاسو لوړي وي خو یوه ښه پوهنتون ته لار موندل یواځي په نمرو نه کیږي، په څنګ کې یې د زده کړیالانو غوښتن لیکونه د پوهانو له خوا ژور مطالعه کیږي. هغوی د زده کړیالانو هر اړخیزي وړتیاوي، تجربي او افکار په پام کې نیسي او بیا یې د غوښتن لیک د منلو او یا نه منلو پریکړه کوي. څرنګه چې زمونږ هیواد ته هم له نیکه مرغه د نړۍ د پیژندل شوو پوهنتونونو بورسونه راځي او تر څنګ یې زمونږ زیاتره ځوانان د پرسونل سټیټمنټ په لیکلو کې ستونزي لري چې زه تقریبآ هره ورځ له همدي پوښتني سره مخ کیږم تر دي پوري چې ډیری یې په اهمیت او د لیکلو په هدف لا تر اوسه نه پوهیږي.

په نړیواله کچه داسې پوهنتونونو هم شته چې د نمرو په پرتله مو پرسونل سټیټمینټ ته لمړیتوب ورکوي نو ځکه باید په لیکلو کې یې پوره پام وشي. ددي لپاره چې دا ستونزه تر یوي اندازي حل شي نو پدغه لیکنه کې هڅه کوم چې د پرسونل سټیټمنټ مفهوم او جوړښت درته روښانه کړم.

پرسونل سټیټمینټ څه شی ده؟

پروسنل سټیټمنټ د ۴۷ کرښو یا ۴۰۰۰+ تورو لیکنه ده چې دا روښانه کوي چې تاسو ولی غواړی زده کړي وکړی، څه غواړی ولولی او ولی مو د خوښی پوهنتون وړاندیز یا غوښتن لیک ومني؟

پرسونل سټیټمنټ څوک لولی؟

ستاسو پرسونل سټیټمنټ هغه څوک لولی چې هغه د لاندي پریکړو واک لري:

1. ایا ستاسو داخله په کوم شرط او یا بې شرطه پوهنتون ته ومني.

2. ایا انټروي ته مو وغواړي او کنه؟

3. یا دا چې ستاسو بخت کار ونکړي او غوښتن لیک مو ونه مني.

ستاسو پروسونل سټیټمنټ علمي کدرونه لولی چې ورته د داخلې لارښونکي یا مشاورین ویل کیږي. هر پوه په خپله څانګه کې پوره ماهر وي چې زیاتره یې ماسټر، پی ایچ ډي او حتا په خپله څانګه کې څیړونکي وي. دا ډله پوهان د مسلک په پهله اړخه خپله استادان، نمري ورکوونکي او څیړونکي وي دوی په سلهاوو پوهنیزي چاري سمبالوي او د هغوی په اړه پریکړي کوي نو ځکه دا ډیره اړینه او پیچلی پروسه دی چې د ډیرو غوښتونکو په منځ کې ستاسو پرسونل سټیټمنټ وټاکل شي. دا مو باید په یاد وي چې اکثره پوهنتونونه مخامخ ازموینه نه اخلی او نه مرکه کوي دوی خپلی ټولي پوښتني ستاسو د پرسونل سټیټمنټ له مخې ځوابوي.

پرسونل سټیټمنټ کې باید څه ولرو؟

  • لکه له نوم نه یې چې څرګندیږي همداسې پرسونل سټیټمنټ باید کټ مټ هغه څه ولري چې په تاسو پوري اړه ولري.
  • لږ تر لږه ۷۵ سلنه باید ستاسو د غوښتل شوي مضمون پوري اړي ولري او ۲۵ سلنه باید ستاسو د د نورو مهارتونو،تجربو او وړتیاوي پوره کړي.
  • د کوم کورس لپاره چې تاسو غوښتن لیک ورکوی باید د هغه په اړه پوره تفصیل ولري.
  • لیکل شوي پرسونل سټیټمنټ باید د مضمون او وړتیاو په اړه روښانه او د پوهي وړ وي مانا دا چې تاسو خپل د څیړني او اړیکي مهارت باید پکي روښانه کړی.
  • د لیکني ۲۵ سلنه باید دا روښانه کړي چې تاسو له ټولګې بهر څه کوی؟ له څه شي سره مو مینه ده ؟ دا پوښتني ستاسو له مضمون سره څه تړاو لري او تاسو د پوهنتون د زده کړو لپاره څه تیاری لري؟
  • ستاسو د پرسونل سټیټمنټ کتونکي زیاتره پدي لټه کې وي چې ستاسو په لیکنه کې هغه اړین ټکی ومومي چې له هغو نه ستاسو پوهه او زیار ښکاري.

هغه ډله پوهان چې ستاسو پرسونل سټیټمنټ ګوري نو له کتلو وروسته ښایې لاندي خبري(فیډبک) وکړي:-

«زه غواړم دا ووایم چې د زده کوونکې له لیکني داسي ښکاري چې هغوی په خپل مضمون ښه پوهیږي او په مسلکي توګه ددي وړ ده چې زمونږ په پوهنتون کې زده کړي وکړي»

یا

« دا لیکنه راته په زړه پوري وه ځکه زده کوونکې په ډیر کمال سره ډیره په زړه پوري کیسه په ساده او روښانه کلیمو کې نغاړلی دي»

یا

« د زده کوونکې پرسونل سټیټمنټ دومره په زړه پوري ده چې دده له لیکني زیرکتیا او ړتیا ښکاري او زه ویاړم چې دا زده کړیال زما په ټولګي کې کیني».

هغه اړین ټکې چې د پرسونل سټیټمنټ په لیکلو کې تر سره شي او یا ورنه ډډه وشي:-

1. هغه څه چې باید تر سره شي:

  • کوښښ وکړی چې ساده او اسانه یې ولیکی تر څو د کتونکو وخت کم ونیسي او د هغوی د پام وړ وګرځي.
  • د پراګرافونو په منځ کې مو واټن په پام کې ونیسی.
  • ستاسو د خوښی د مضمون یوه برخه چې تاسو ته په زړه پوري وي او غواړی په هغه برخه کې ځان مسلکی او ورسوی په سم او منطقي ډول روښانه کړی.
  • علمی مطالعه، د پوهانو ژوري خبري ، څیړني او یا د هغه لیکوال په اړه څه ولیکی چې تاسو ورنه متاثره یې.
  • هره خبره مو د دلیل او بیلګی په مرسته وړاندی کړی، روښانه کړی چې تاسو کله ، څنګه او ولی هڅول شوی یې چې دا پایلي او لاسته راوړني ولری؟
  • خپلی اوسنی زده کړي مو وڅیړی او دا روښانه کړی چې له غوښتل شوي مضمون سره څه اړیکه لري. کوښښ وکړی چې مضمون په مضمون یې روښانه کړی.
  • د هغو کړنو په اړه مو هم خبري وکړی چې له ټاکل شوي مضمون سره مو اړیکه لري.
  • ګرامر او سپیلینګ مو وګوری ځکه ګرامري او سمه لیکنه دا شاهدي ورکوي چې تاسو د یوه پوهنیز او مسلکی هدف په خاطر لیکنه کړي.

2. له لاندي ټکو باید ډډه وشي:

  • په لیکنه کې مو له دروغو کلکه ډډه وکړی ځکه چې د مرکي په وخت کې ښایې له تاسو شکمني پوښتني وشي.
  • د نوم لړ په بڼه لیکنه مه کوی.
  • له هغو موضعاتو او کړنو ډډه وکړی چې له مضمون سره مو اړیکه نلري ځکه ستاسی د لیکني لوستونکی یواځي د مضمون اړوند کړنو په لټه کې وي.
  • له داسې لیکنو ډډه وکړی چې مطالعه یا میوزیک اوریدل زما خوښ دي که مو داسې څه هم لیکل باید مشخص شي مانا دا چې فلانی مضمون مې خوښ ده او ځکه یې مطالعه کوم چې دا هدف لاسته راوړم.

په لنډ ډول که ووایم ستاسو پرسونل سټیټمنټ باید لاندي پوښتنی ځواب کړي:

1- تاسو څه غواړی ولولی؟

2- څنګه یې غواړی ولولی؟

3- او د څه یا چا لپاره یې غواړی ولولی؟