پنجشنبه , 25 اپریل 2024

څارګر لید

لیکنه: هارون سمون

څارګر لید یا په “هرڅه پوه زاویه” چې عقل کل هم ورته وایي د کیسې په وړاندې کونه کې جالبه زاویه ده، کېمرې غوندې پېښې څاري، جالبیت یې پدې کې دی، چې پدې لیدلوري کې هغه څوک چې کیسه وړاند کوي، د نورو له اذهانو او فکرونو خبر وي، کولای شي، د کرکټرونو افکار ولولي او د دوی درون ته ور ننوځي، په کیسو کې به مو ډېر لوستي وي، چې په زړه کې یې وګرځېده، یا هم داسې صحنه: لېمې ته هغه وخت ور په یاد شو چې کله له خپل ملګري سره د ساحل په غاړه ګرځېده یا راوي لیکي، چې د هوسۍ پدې خبره چې په تېښته زه خپله کورنۍ نه بدناموم مه یې ته بدنامه وه، د سمسور ذهن ګډوډ شو ځکه ده ډېرې لارې سنجولې وې، له هوسۍ سره یې د یو ځای ژوندانه بله حل لاره نه لیده؛ نو یې هوسۍ ته ووې چې کلی کور به پرېږدو.

په منطقي لحاظ که ووایو موږ د چا په زړه کې د یوه څه له ګرځېدو نه خبرېږو خو بیا هم د کرکټر خوب، فکر او چورت په کیسه کې بیانوو د لیمې په ذهن موږ نه پوهېږو چې دې ته یې د ملګري خاطرې ورپه یاد شوې، یا هم د سمسور له ذهن څخه نه یو خبر چې ګډ وډ شو که نه شو؟

د پوهنتون علمي کنفرانس لپاره مې کیسه ولیکله وروسته مو د ټولګیوالو او عکاسانو په مرسته فلم ورباندې جوړ کړ کله مې چې نندارې ته وړاندې کړ په کنفرانس کې ګډنوالو ډېر وستایلم حتی ځينې کسان یې وژړول، چې راووتم ډېر محصلین مې پدې مخې ته راغلل، چې ویل یې کیسه دې ډېره خوندوره او دردونکې وه کیسه د یوې سوالګرې په ژوند څرخېده، اصلي پېښه یې دا وه، چې د سوالګرې خاوند دوه کاله وړاندې په بمي چاودنه کې وژل کېږي. مېرمن یې مجبورېږي، چې سوال وکړي، یوه ورځ د یوه دېوال خواته ناسته ده دوه ځوانان را روان دي، یو ځوان له جېبه پیسې راباسي خو میده نه لري، خپل ملګري ته وایي یو لسګون مسګون خو ورکړه ملګري یې پرته له دې چې په جېب لاسونه ووهي وايي:

ـ په کیسه کې یې مه کېږه، ده خدای پېژندلې ده چې دسې یې پیدا کړې.

نوره صحنه په دې ډول ده.

د همدې جملې د ویونکي ځوان تصویر یې مخته مخته کېده او ګیلې یې ترې کولې

ـ ته خو ځوان یې زما له حاله څه خبریې؟

د ټکري په پېڅکه یې اوښکې پاکې کړې یوې بلې خواته یې وکتل دواړه ماشومان یې ویده وو.

یوه ببر سرې مور د دوو ماشومانو سرته ناسته وه چې کله به د ځوان خبره ور په یاد شوه؛ نو لړزه به یې وکړه.

د ځوان خبره به یې ذهن کې ګرځېده راګرځېده. “ده خدای پېژندلې ده چې دسې یې پیدا کړې.”

دې خبرې یې د زړه دنیاګۍ تنګه کړې وه مایوسۍ تر دې ورسوله چې د ځوان له خیالي انځور سره یوازې غږېده.

ـ خاوند مې تېر کال د ښار په هغه خونړۍ پېښه کې چې ډېر خلک په کې مړه شول، دی په هغه کسانو کې ورک شو چې جسدونه یې نه پېژندل کېدل، بیا حکومت په یوه قبر کې خښ کړل.

دا کیسه له ما څخه په غیر شعوري توګه لیکل شوې وه ما له ځانه نه وو پوښتلي، چې د یو لنډه کیسه لیکوال په حیث څنګه حق لرې، چې د یو کس د ذهن او زړه خبرې دې و لیکې؟ یو وخت مې فکر شو چې څنګه لیکوالان د نور له اذهانو، زړونو او افکارو خبر وي؟ کله مې چې د داستان لیکنې په اړه معلومات زیات شول پدې پوه شوم چې عقل کل یا عمومي پوه د داستان په وړاندې‌کونه کې یوه مهمه او باریکه زاویه ده چې د لودیځ ډېری مشهور داستانونه لکه د ټولسټوی سوله او جګړه په همدې لید لوري لیکل شوي دي.

بېنټر پلېګمن یې په اړه لیکي: ” د ساري په توګه تاسو پرېکړه کوئ، چئ خپله کیسه داسې ولیکئ، چې پېښې یې یو کس له پاسه وڅاري، او دا هغه کس دی، چې له پخوا تر حال زمانې د لوبغاړو په هرڅه پوهېږي او دغې لیدتوګې او نظر ته عقل کل وایي، چې په هغه کې لیکوال ټولې پېښې داسې روښانه کوي ته وا (نعوذبالله) خدای دی. لیکوال بې له دې، چې په کیسه کې لاس ولري لا هم د کیسې د کرکټرونو پام ور اوړي د منګس په څېر په دېوال کېني او نږدې هر څه ویني او اوري.” (۴: ۲۵)