څلور پاکستاني عسکر دمخ پټو وسله والو له لورې ووژل شول

 

دپاکستان ځايي رسنۍ دهمدې هیواد دوسله وال پوځ له قوله وايي چي څلور پوله ساتي ساتونکي یې دایران په پوله وژل شوي دي.

په همدې اړه دپاکستان دپوځ خبرپاڼه لیکي چي تیره ورځ یې ۳تنه دناڅرګنده وسله والو لخوا وژل شوي ،دوی وايي چي یادو پوځیان په سیمه کې ګزمه کوله چي دمخ پټو وسله والو لخوا وژل شوی دي.

دغه پېښه دایران سرحد ته نزدې دبلوچستان په ایالت کې ترسره شوې چي دې سیمه کې یې ډیری بلوڅ ناراضیان مېشت دی.

چارواکي وايي چي دوی سیمه ترکنترول راوستې اوس یې دپلټنې چارې پیل کړې دي.

خوپه دې اړه لا تراوسه چاددې مرګ ژوبلې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید مسولیت نه دې منلې.