څنګه مو د خاوند غوسه سړه کړو؟

له شک پرته غوسه او قهر د یوازیتوب حس ایجاد ته، ستړیا او د ژوند نظام او په ځانګړې توګه د ګډ ژوند اختلال ته لاره هواروي. هغه وګړي چې په ځان باندې لږ کنټرول لري، باید د کڼټرول مسئولیت په غاړه واخلي. غوسه یو چاته د درد رسولو څخه سرچینه اخلي.

د وړاندې شوي تعریف پر اساس غوسه د نورو د اعمالو د کنټرول لپاره په فزیکي او روحي درد کې شریکو اعمالو ته ویل کیږي. په ایران کې د مرګ او مړینې یو لوی علت د ځوانانو په یو او بل باندې غوسه او جګړه کول دي. شا او خواته په کتو هغه څه جوت شوي دي، څه چې الیوت ارونسون ویلي دي، چې زمونږ عصر د جګړو عصر دی.

د لانجو لاملونه

یوه کورنۍ له څو اړخونو څخه په لانجو او تاوتریخوالي کې ښکېل کېدلی شي، چې مهم لاملونه یې عبارت دي له: د نامناسبو نمونو شتون، غوسناک او قهرجن چلند، د مور او پلار رټل او محیطي عوامل؛ هغه عوامل چې د انسانانو په شاوخوا کې را منځ ته کیږي، کولای شي، د لانجو او تاوتریخوالي په را منځ ته کولو کې مؤثر وي، چې عبارت دي له: په لوړه ارتفاع کې ژوند، نامناسبه تغذیه، ټولنیزې نمونې، ډلییزې رسنۍ، ويډیویي لوبې او په ګڼه ګوڼه ځای کې ژوند کول.

په دې سریزې سره به مو ښايي دې ته پام شوی وی، چې له شک پرته غوسه او قهر د یوازیتوب حس ایجاد ته، ستړیا او د ژوند نظام او په ځانګړې توګه د ګډ ژوند اختلال او ګډوډولو ته لار پرانیزي او هغه وګړي چې په ځان باندې لږ کنټرول لري، باید د کڼټرول مسئولیت په غاړه واخلي او د ځان د درملنې لپاره باید د مشاورینو له توصیو څخه بې پروايي ونه کړي؛ ځکه چې د دې لانجو او غوسو دوام په کورني نظام په ځانګړې توګه د ښځې او خاوند په ګډ ژوند کې د کورني نظام ړنګولو ته لاره هواروي. نو په دې وجه هغو ښځو ته دا توصیې وړاندې کوو، چې غوسه ناک خاوند لري.

۱ــ لومړی باید ډاډه شئ، چې اصلي مشکل خلق کوونکې خپله تاسو نه یاست. باید ډاډ ولرئ، چې تېروتنه نه کوئ. وروسته په دې پوهېږئ، چې د خاوند د ښکنځلو او غوسې رېښه د ده خپله ستونزه ده او ستاسو چلند یې لامل نه دی.

۲ــ که چېرې په دې ډاډه شئ، چې د خاوند ښکنځلې یا غوسه د هغه په تېر ستونزمن ژوند پورې مربوطه ده او یا په ارثي مسایلو پورې اړه لري، نو ډېره ارامتیا به ترلاسه کړئ او په دې باندې پوهېدل، چې د خاوند د غوسې لامل تاسو نه یاست، ستاسو د ارامتیا سبب ګرځي.

۳ــ د خاوند د ښکنځلو او غوسې د وخت معلومول له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د هغه له حملې یا وهلو څخه وژغورل شئ.

۴ــ هغه څوک چې له خاوند څخه پاملرنه، عاطفه، مینه او محبت غواړي، باید په دې پوه شي، چې بل هم دا حق لري، چې دا ډول تمه وکړي. له بلې خوا د خاوند د واقعي او طبیعي اړتیاوو پوره کړل، که څه هم په هغو باور لرئ او کنه، په ژوند کې د دواړو د رضایتۍ سبب ګرځي او هغو ته نه پاملرنه ځان غوښتنه ده.

۵ــ په غوڅ او درناوي ډول له هغه څخه وغواړئ، چې په خپلو عادتونو کې نارینه زور او قوت پرېږدي. اړینه ده، چې ورته و وایاست، چې ستا په غوښتنو سمه نه پوهېږم، ځکه ستا لپاره څه نه شم کولی. ښه به دا وي، چې په دې اړه بحث وکړو او په ارام ډول مخکې لاړ شو. کله چې د غوسې احساس لري، باید ځان ته وخت ورکړي، قدم و وهي، تر څو حقیقي ستړیا او هغه ګیلي چې له تاسو څخه یې لري او هغه ستونزې چې په کار پورې یې اړوندې دي، تشخیص کړي. وروسته دې له سره بحث وکړي. حتی د دې امکان شته، چې بلې خونې ته لاړ شي او په کوم بالښت خپل زړه یخ کړي. خپله خونه دې خالي کړي، تر څو په خپل چلند پښېمانه شي او وکولای شي، د خپلو ستړیاوو درملنه له کور څخه د باندې وکړي. هغه ته اجازه ورکړئ، تر څو پر دې باندې پوه شي، دا چې له هغه څخه د دې لپاره ملاتړ کوئ، تر څو له خپل مخکیني قهر څخه را ووځي، نه دا چې هغه تاسو ته انتقال کړي.

۶ــ ستاسو غوسناک خاوند دې ته اړتیا لري، چې له تخصصي مرستو څخه ګټه واخلي، تر څو خپله غوسه وپېژني او درملنه یې وکړي. کله مو چې خاوند درباندې غوسه کیږي او یا یې حقیرې کلمې کارولې، په زیات احتمال له ځان څخه متنفر کیږي. مګر دا چې بله کومه لار او طریقه نه پېژني او نه پوهیږي، چې څنګه باید عمل وکړي، دا کړنې ترسره کوي. تاسو کولای شئ، یوه رسېدلي متخصص ته مراجعه وکړئ، تر څو مو د خاوند غوسې وڅیړي او د هغه د غوسې لومړۍ منشا‌ء ومومي.

۷ــ د دې تر څنګ چې د خپل خاوند په مقابل کې له خپلې موضوع څخه ملاتړ وکړئ، سربېره پردې چې د هغه شتون ستاسو لپاره مهم او مؤثرهم دی، د وضعیت د بدلون لپاره باید داسې عمل وکړئ او مخکې قدم واخلئ، چې ستاسو د ژوند اصلي ستنې ونه لړزوي. د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یوه لار هم ګاونډیان یا خپلوان دي. کولای شئ، چې د خپلو ګډوډو احساساتو د قابو کولو لپاره خپلو نورو ملګرو ته پاملرنه وکړئ. د ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره ډېر وخت ځانګړی کړئ. په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون وکړئ او په دې ترتیب سره د طلایي فرصتونو د لاسته راوړلو او خپلو اړیکو ته د ښه والي بښلو لپاره له نورو سره مرسته وکړئ.

ژباړه: حامدالله ستون