څنګه وړه سوداګري پراخه کړو؟

د ډېرو کسانو په وړو کارونو، یا وړو سوداګریو زړه اوبه نه څښي او لویو چارو ته لاس اچوي.

لوی کارونه، ډېره پانګه، مهارتونه او ظرفیت غواړي، خو که په یوه چا کې دا څیزونه نه وي، سر په سر به زیان کوي

ډېر کسان په دې شرمیږي، چې ماسته وپلوري، یا کباړ وپلوري، خو په دې نه شرمیږي، چې په دفترونو کې جارو کوي، یا خټګري کوي.

د هوښیارو خلکو فکر پر کسب وي، نه پر کار او کارګري. کسبکار پرمختګ کوي او خپله په کار ورکوونکي بدلیږي، خو کارګر خلک یوازې په معاش اکتفا کوي او د نورو لپاره خولې تویوي.

همدي (اولوکایا))د امریکا د چباني په نامه یوه شرکت مسوول دی، چې شپږ کاله کیږي فعالیت کوي.

نوموړی د امریکا د مستو د شپږمیلیارد ډالري بازار ۲۰ په سلو کې برخه کنټرولوي. دغه ترکي الاصله کردی د فوربس مجلې د سږ کال د میلیاردرانو په ډله کې راغی.

د هغه تر مشرۍ لاندې د « چباني» ماسته تولیدوونکې کمپنۍ کې دوه زره تنه کار کوي او خورا زیات پلورل کیږي. له ده سره په کار کې یو ښه فکر و. په امریکا کې اکثریت خرڅېدونکي ماسته میوه يي یا خواږه دي.

کورني او طبیعي ماسته کم پیدا کیږي. ده د امریکا د وړو سوداګریو له ادارې نه په پور اخستنې سره له کورونو او غرنیو سیمو دا کار پیل کړ او په همدغه کیفیت یې د خپلې کمپنۍ تولیدات پیل کړل. وروسته یې له ترکیې نه د مستو کارپوهان ور وغوښتل او د امریکا ۱۸ ډوله تولیدېدونکي ماسته یې له نږدې وڅیړل. کله، چې پوه شول ددوی په سټنډرډ او کیفیت مستې نشته، په رسمي توګه یې خپلې چارې پیل کړې. «همدي اولوکایا» اوس په اتریش او بریټانیا کې هم د مستو فابریکې پرانستې دي.

که چېرې د چا په مغزو کې سوداګریز فکر وي او دا وړتیا په ځان کې ویني، چې سوداګري کولای شي، د کار په څرنګوالي کې دې نه تمیږي. د پاپړو فابریکه جوړه کړﺉ، خو پر دې غور وکړﺉ، چې خلک او مارکیټ څه ډول پاپړ غواړي. یانې ستاسې تولید او توکي باید له نورو سره متفاوت او په کیفیت کې ښه وي.

په روژه کې مې پوره لس ورځې شګلنه ډوډۍ وخوړه. لومړی مو فکر کاوه، چې په اوړو کې شګې دي، خو، چې اوړه مو بدل کړل، بیا مو یې پړه پر نانوايي اچوله، چې تنور یې زوړ دی او خاورې یې په ډوډۍ پورې نښلي، خو، چې داسې ده ولې په بولاني کې شګې نه راځي؟ وروسته مې پام شو، چې ستونزه په مالګه کې ده. زه یې نوم نه اخلم، خو د افغانستان د یوې شخصي کپنۍ تولیدي مالګه ده، چې شګې او خاوره پکې خورا ډېر دي.

که ستاسې تولید او توکی په دا ډول کیفیت بازار ته وځي، په دویم ځل یې څوک نه اخلي.

دا نه یوازې دا، چې د اړوند تولید او محصول بازار ته ضربه رسوي، په خلکو کې د کورنیو تولیداتو د پېرنې احساس هم ځپي.

زه اوس کله هم یاده مالګه نه اخلم او هغه پاتې مالګه مې یې هم ساتلې ده، چې په ژمي کې یې د کنګل ویلي کولو لپاره وکاروم.

تاسې داسې فکر مه کوﺉ، چې یو وړوکی کار کوﺉ او پلان او پروګرام ته اړتیا نه لري. که پلان ونه لرﺉ تاسې د عمر تر پایه دوکاندار او کباړي پاتې کیږﺉ، خو که په مغزو کې مو د کار او سوداګرۍ د وسعت پلان وي، له تاسې نه به خامخا یو ستر سوداګر جوړیږي. زه یو داسې کس پېژنم، چې په ګرمیو کې یې لومړی یوازې خپل دوکان ته د یخ سانچې یا کوندې راوړلې، خو وروسته یې د ټولو دوکاندارانو قرارداد واخست. اوس داسې خبر یم، چې یخ تولیدوونکې فابریکه یې جوړه کړې ده.

په وړه سوداګري کې د ګټې او زیان تحلیل او وړاندوینې لازمې دي.

پر دې هم باید سړی وپوهیږي، چې نغدي جریان یې څه ډول دی. تاسې، چې کوم توکي پېرﺉ هغه باید وپلورل شي او لاس ته راغلې ګټه یې په دوران کې راشي. ستاسې توکي باید ژر ووځي. هغه څه مه راوړﺉ، چې په شپږو میاشتو کې هم نه پلورل کیږي. په هغو ستاسې پیسې بندیږي او د وخت په تېرېدو سره له موډه غورځي، یا وخت پرې تېریږي.

واړه کارونه ډېری په پورونو پیلیږي. تاسې په کابل کې یو شمېر ادارې وینﺉ، چې خلکو ته پورونه ورکوي. د کرنې وزارت هم دا کار کوي. له وړو کارونو تاسې په څو ورځو کې د ډېرې ګټې تمه مه کوﺉ، خو په شپږو میاشتو او یوه کال کې ستاسې سوداګري او کاروبار باید بشپړ تغییر وخوري او پورونه مو ټول پرې وي.

په وړو سوداګریو کې، چې ډېری په پور چلیږي، دا فکر لازمي دی، چې څنګه یې بریالۍ کړم؟ څنګه خپل پور ژر پرې کړم او ډېر مشتریان ومومم؟ ستاسې سوداګري به وړه فابریکه، د ترکاڼۍ دوکان، د چرګانو فارم، یا پلورنځی وي. په داسې چارو کې تاسې خپلې ټولې پیسې په یوځل مه مصرفوﺉ، لږ لږ یې پیل کړﺉ او وروسته، چې څومره بریالی کیږﺉ، پانګه پرې اضافه کوﺉ.

همیانۍ ورځپاڼه