پنجشنبه , 25 اپریل 2024

څنګه یوه بریالۍ راتلونکې ولرو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

زموږ انسانانو یوه له همېشنیو اندېښنو څخه، زموږ راتلونکې ده، په بشپړه توګه طبیعي ده، زموږ ټولو خوښېږي، بریالی انسان واوسو، ښه او خوندور ژوند ولرو، خو بریالۍ راتلونکې همداسې نه رامنځته کېږي، بلکې باید را منځته یې کړئ. لاندې څلور موارد بررسي کوو، چې کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، چې خپله بریالۍ راتلونکې ډیزاین کړئ.

۱ ـــ د خپلې بریالۍ راتلوکې په اړه فکر کول

یو آرام ځای پیدا کړئ

یو له ډېرو مهمو قوانینو څخه دا دی، چې د هرڅه په اړه فکر کوئ، پیاوړی کېږي. د ډېری کسانو خوښېږي، چې خپل شخصي کور ولري، خو حتا دې موضوع ته وخت نه ورکوي، چې په اړه یې فکر وکړي، طبیعي ده، چې هېڅکله له داسې پېښې سره مخ نه شي او د کور څښتن نه شي، د راتلونکې په اړه هم همداسې ده، که چېرې غواړئ بریالۍ راتلونکې ولرئ، تر ټولو لومړی کار دا دی، چې په اړه یې فکر وکړئ.

د دې له پاره، چې لومړی، یو آرامه ځای پیدا کړئ، چېرته چې څوک مو مزاحم نه شي، ترڅو وکولای شئ، په ډېرې آسانۍ خپل افکار، په خپلې بریالۍ راتلونکې باندې متمرکز کړئ، سر بېره پردې، هر هغه څه، چې ستاسو حواس ګډوډوي، لرې کړئ.

د تېرو زهري فکرونو درول

لکه څنګه چې پورته، ورته اشاره وشوه، د هر څه په اړه چې فکر کوئ، نو پیاوړی کېږي. ډېری کسانو په تېر کې تېروتنې کړې دي، ماتې یې تجربه کړې دي، دا ماتې یا تېروتنې یو ځل را منځته شوې دي، خو ښایي په زرهاو ځله یې په اړه فکر کړی وي، دقیقاً دې ته ورته کېږي، چې په زرهاو ځله ماتې یا تېروتنه تکرار شوې وي، نو باید همدا اوس یې په اړه فکر کول ودروئ او اجازه مه ورکوئ، چې له دې څخه لا ځواکمن شي.

که غواړئ، چې خپله بریالۍ راتلونکې تجربه کړئ، باید هغه فکرونه، چې د دې سبب ګرځي، چې خپله انګېزه او روحیه له لاسه ورکړئ، وې دروئ، دا زهري فکرونه دي، چې ستاسو ذهن زهري کوي.

د ځان په اړه د کلیدي پوښتنو مطرح کول

په دې پړاو کې اړینه ده، چې له ځانه کلیدي او بنسټیزې پوښتنې وکړئ، لکه:

ـــ هوډ لرم له خپلې را تلونکې سره څه وکړم؟

ـــ خوښېږي، مې چې په ژوند کې کومې لاسته راوړنې ولرم؟

ـــ خوښېږي مې، چې په دنده کې تر کومه ځایه پرمختګ وکړم؟ یا د کومو کومو څیزونو خاوند شم؟

هغه پوښتنې، چې ستاسو غوښتنې او خوبونه لا پسې رڼوي، ستاسو راتلونکې را منځته کوي. هر څومره، چې دا پوښتنې ډېرې مطرح کړئ او د ځوابونو په لټه کې یې واوسئ، نو راتلونکې مو لا پسې روښانه کېږي. ښه پوهېږئ، چې خوښېږي مو، له خپلې راتلونکې سره څه وکړئ، کوم ځای ته ورسېږئ او کومې لاسته راوړنې ولرئ. ښایي یو څه وخت ونیسي، ترڅو ښه ځوابونه پیدا کړئ، لږ زغم ولرئ.

۲ ـــ د خپل ژوند د شور او هیجان پیدا کول

د هغه څه پیدا کول، چې تاسو په شور او هیجان راولي

لکه څنګه مو چې وویل، موږ د دې په لټه کې یو، چې بریالۍ او خوندوره راتلونکې ولرو، نو ډېره زیاته مهمه ده، چې داسې موارد پیدا کړو، کوم چې زموږ ژوند ته شور او هیجان راولي، خوند او نېکمرغي را منځته کوي، په دې برخه کې باید د هغو ښو او خوندورو پېښو په اړه فکر وکړئ، کومې چې په تېر کې مو تجربه کړې دي او له ځانه وپوښتئ:

څه څیز او یا څه څیزونه دي، چې زما له پاره خوندور دي؟

په کومو څیزونو مین یم؟

ښایي یو کس له پیسو او شتمني څخه خوند واخلي، بل کس له تفریح او مسافرۍ څخه او دغه راز ښایي بل له کار څخه یا حتا یو تن له نقاشۍ څخه خوند واخلي، یو له خطر سره په مخامخ کېدلو مین وي او بل د کسب و کار په لاره اچولو مین دی، په هر حال، د هر څه له ترسره کولو څخه چې خوند اخلئ او په هیجان راځئ، نو وې پېژنئ.

د خپل شور او هیجان د لاسته را وړنو بررسي

کله چې هغه موارد مو وموندل، کوم چې ستاسو ژوند ته شور او هیجان راولي، نو اړینه ده، چې بررسي یې کړئ او وګورئ، سره له هغو، تاسو به کومو لاسته راوړنو ته ورسېږئ. د بېلګې په توګه: یو کس د ډیزاین له کارونو سره مینه لري، خو دم ګړۍ په یوه ځای کې د پلور چارې ترسره کوي، که چېرې د ډیزاین کار پیل کړي، څه پېښه به را منځته شي، آیا ډېره ګټه به رامنځته شي، پرمختګ به وکړي، خپل شرکت به تاسیس کړي، کومې لاسته راوړنې به تر لاسه کړي.

کله مو چې هغه وموندې، نو بریالۍ راتلونکې به ولرئ، هر څومره، چې هغه ډېر وازمایئ، نو ډېر خوند به واخلئ، په راتلونکې کې د هغو له پاره ځای پرېږدئ. ډېری کسان له خپلې دندې او کار څخه کرکه لري او حتا هڅه نه کوي، هغه دنده پیدا کړي، له کومې سره چې مینه لري او کلونه ـــ کلونه سختۍ زغمي، د پرمختګ هېڅ تمه نه لري.

۳ ـــ د انګېزې ساتنه

د هغو مواردو پیدا کول، چې تاسو ته انګېزه درکوي

د بریالۍ راتلونکې جوړول آسانه کار نه دی، هڅو، پایښت او جرات ته اړتیا لري، ښایي څو څو ځله ناهیلي شئ، پښېمانه شئ او وغواړئ، چې پرې یې ږدئ، په دې پړاو کې زموږ درېدل، د پرمختګ له پاره، د کافي او ځواکمنو دلیلونو او د انګېزې نه لرل دي، نو ډېره مهمه ده، چې موږ انګېزه ولرو او اجازه ورنه کړو، چې انګېزه مو له منځه لاړه شي، ځکه انګېزه او د ځواکمنو دلیلونو لرل، زموږ د بریا یوازینی لامل دی.

په اګاهانه ډول ځانته انګېزه ورکړئ، تر ټولو غوره کار دا دی، چې لومړی وپوهېږئ، چې کوم څیزونه دي، چې تاسو ته انګېزه درکوي، تر څو وکولای شئ، په اړین وخت کې له هغو څخه ګټه واخلئ. د انګېزه بښونکو مواردو موندل ډېر مهم دي، ځکه چې ناهیلي او پښېماني دواړه په کمین کې ناست دي او هره شېبه د دې امکان لیدل کېږي، چې برید وکړي او خپل زهر تویې کړي او د هغو د زهرو له منځه وړونکي توکي همدا انګېزه بښونکي موارد دي.

په انګېزه بښونکو مواردو باندې تمرکز

کله چې هغه موارد مو وپېژندل، کوم چې تاسو ته انګېزه درکوي، نو لېست یې کړئ، ترڅو هېر نه شي، وروسته پرې تمرکز وکړئ او په ترتیب سره ترې ګټه واخلئ، د بېلګې په توګه: په خپل جیب کې نقل او نور خواږه ولرئ، همدا چې پام مو شو، چې د انرژي کچه مو را ټیټه شوې ده، نو تاسو به د ناهیلۍ احساس وکړئ، له همدې انګېزه بښونکو مواردو څخه ګټه واخلئ او اجازه مه ورکوئ، چې ناهیلي شئ. هېڅ څیز نباید ستاسو د بریالۍ راتلونکې د جوړولو په وړاندې خنډ وګرځي.

د انګېزه بښونکو پیاوړتیا

بل ګام دا دی، چې دا انګېزه بښونکي موارد پیاوړي کړئ او وګورئ، چې کوم څیزونه د دې سبب ګرځي، چې هغوی ځواکمن شي، د بېلګې په توګه: ښایي د یوه کس زامن د هغه انګېزه بښونکي وي او د دې سبب شي، چې له هرې ستونزې سره مخامخ شي، هغه د خپلو زامنو د راتلونکې او د هغوی د نېکمرغۍ په اړه په فکر کولو سره او دا چې څنګه کولای شي د خپلې کورنۍ له پاره د ژوند غوره شرایط را منځته کړي، هغه انګېزه بښونکی مورد پیاوړی کړي.

۴ ـــ پرمختګ کول

ستاسو د اوسني مقام ثبتول

کله چې وایو، غواړو بریالۍ راتلونکې ولرو، یانې دا چې اوس له هغې بریالۍ راتلونکې سره ډېر واټن لرو، نو اړینه ده، چې په لوري یې ور وخوځېږو او پرمختګ وکړو، له کومه ځایه پوه شو، چې په لوري یې ور وخوځېږو او که نه، نو له دې امله اړینه ده، په هغه ځای کې چې یاستو ثبت یې کړو، ترڅو د بریالۍ راتلونکې په لور په پرمختګ سره یې لمس کړو او ووینو، چې د پرمختګ په حال کې یاستو.

د هغو کارونو ترسره کول، چې د پرمختګ سبب ګرځي

د اوسني مقام له ثبتولو وروسته، اړینه ده، چې په هغو کارونو باندې تمرکز وکړو، کوم چې زموږ د پرمختګ سبب ګرځي او هغه کارونه ترسره کړو، چې موږ ته د بریالۍ راتلونکې په لور لارښوونه وکړي، کوم چې مخکې مو طرحه کړي دي. په پیل کې دا کارونه مشخص کړئ، لېست یې کړئ او وروسته یې پیل کړئ، البته له ډلې څخه یې لومړی مهم ترسره کړئ.

د خپلو پرمختګونو ثبتول

کله چې کوم کار موږ ته د بریالۍ راتلونکې په لور لارښوونه کوي، ترسره مو کړ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې دا کار موږ لږ مخ پر وړاندې بیایي، ښایي ډېر زیات د پام وړ نه وي، خو په هر حال پرمختګ دی، اړینه ده، چې ثبت یې کړو او په لا زیات ترسره کولو یې تمرکز وکړو، هر هغه کار چې لږ هم زموږ د پرمختګ لامل ګرځي، باید یاد داښت یې کړو، کله چې ګورو په هر حال کې د پرمختګ په حال کې یو، نو دا کار موږ ته انګېزه را کوي.

ډېری کسان ډېرې زیاتې بریاوې تر لاسه کوي، خو دا چې ثبتوي یې نه، نو خپل پرمختګ ته یې هم پام نه کېږي، چې دا کار یې روحیه او انګېزه له منځه وړي.

د پای ټکی

بریالۍ راتلونکې خپل په خپله نه رامنځته کېږي، بلکې باید جوړه یې کړئ، په دې لړ کې هرڅومره یې چې په اړه ډېر فکر کوئ، تمرکز وکړئ، سمې او بنسټیزې پوښتنې مطرح کړئ او د ځوابونو په لټه کې یې واوسئ، ځان ته انګېزه ورکړئ، تل خپله بریالۍ راتلونکې د خپلو سترګو په وړاندې وساتئ، هغې ته د رسېدو احتمال زیاتوئ.