څه شی غیر جذاب نارینه ښځو ته جذاب کولی شي؟

یوه تازه څیړنه کیدای شي د هغو نارينه وو له پاره امیدواره کوونکې وي، چې جذاب نه دي. د نوي څیړنې پر بنسټ یوازي ظاهرې شکل د ښځو له پاره مهم نه وي، نارینه د خپل ابتکار او طبیعي شوخۍ په ښکاره کولو سره هم دې هدف ته رسیدلی شي.

تر اوسه پورې تجربو ښودلې وه، خو اوس له تحقيقاتو څخه هم ترلاسه شوې چې هغه نارينه چې د ظاهري شکل له مخې دومره جذاب هم نه دي، خو په شوخ طبعیتۍ او ابتکار سره د خپلې خوښي د ژوند ملګرې جذبولو ډیر چانس لري.

روان پیژندونکی او د «ابرتي سکاتلند» په پوهنتون کې د یوې نوې څیړنې لیکوال کریستوفر واتکینز، وایې: «ابتکار درلودنکي خلک، چې چندان ښایست هم و نه لري، د هغو نارينه وو په شان جذاب ښکاري چې خوش تيپه خو دومره خلاق نه وي.»

د ښځو له پاره تر ټولو جذاب هغه نارينه وي چې هم ښه تيپ او هم خلاقیت ولري. خو د څيړونکو په اند دا موضوع بیا د ښځو په برخه کې صدق نه کوي یا په بل عبارت هغه ښځې چې ښایست ونه لري له خپل ابتکار او خلاقیت څخه ګټه نه شي اخيستلای او د خپل ظاهري ښایست جبران پرې نه شي کولی.

دغه څیړنه په دوو پړاونو کې ترسره شوې. په لومړي پړاو کې د داوطلبانو یوې ډلې ته د څو ته نارینه او ښځو انځورونه ورکړل شول او له دوې څخه غوښتل شوي ول چې د دغو کسانو د جذابیت په اړه خپل نظر ووایې.

په دویمه مرحله کې هم دغه انځورونه یوې بلې ډلې ته ورکړل شول او یوازې په دې توپیر سره چې له انځورونو سره یو ځای د مشخصو مسائلو په اړه د دغو کسانو نظرونه هم ورکړل شوي ول.

د دغو نظرونو نيمايي يې خسته کوونکې ول. او پاته نور یې خلاق او له شوخۍ سره مل ول.

هغه ښځه او نارينه چې تر ډیره د گډ ژوند چانس لري

په دې څېړنه کې د مېړه او ماينې چلند د یو واحد په توگه په پام کې نیول شوی دی. همدارنگه په دغه څېړنه کې داسې جوړې په پام کې نیول شوې دي چې په پلان کې لري په راتلونکي کې واده وکړي.

له دویمې ډلې څخه هم وغوښتل شول چې د هغو انځورونو په اړه خپل قضاوت ووایې چې دوی یې ویني. دا وار په ناڅاپې توګه ولیدل شول چې هغه نارينه چې د شکل او صورت له مخې دومره ښایسته هم نه وو، ښځو دوی د دوی د ټوکو له امله خوښ کړي ول. ولې؟ دا ځکه چې دوی په زړه پورې او معقوله نظرونه وړاندي کړي ول.

خو دا موضوع بیا د ښځو د جذابیت په اړه دومره توپير نه رامنځته کوي. واتکینز، دې ته د انسان د تکامل له موضوع سره پيوند ورکوي.

د هغه په خبره  ښځې د نارینه وو په پرتله «په ډاډمنتوب سره انتخابونکي» دي. دا ځکه، کله چې موضوع د ژوند د ملګري د انتخاب پرسر وي، نو ښځې هغه نارينه د ځان له پاره انتخابوي چې د دوی د ماشومانو سالمه روزنه او د دوی امنیت تضمینوي.

لکه څرنګه چې خلاقیت او شوخ طبعي یا ټوکې هم د هوښیارتیا علایم بلل کیږي، په دې معقوله کې ځای نیسي.

د واتکینز، په خبره دا هغه عوامل دي چې ښيي دغه کس کولی شي خپل وخت او کوښښ یوې خاصې دندې ته متوجه کړي او مسائلو ته په نوي نظر سره وګوري چې دا دواړه بقا تضمینوي. له همدې امله دغه خصوصیات د ژوند ملګري په انتخابولو کې امتیاز ګڼل کیږي.