سه شنبه , 23 اپریل 2024

څه ډول د تورو (حروفو) ښه وېنه وکړو ؟

له یوې خوا دا د ویاړ ځای دی چې په ګران هېواد افغانستان کې د غږیزو رسنیو شمېر مخ په زیاتېدو دی، خو له بلې خوا دا هم د هېریدو نه ده چې ځيني وختونه د همدې رسنیو کارمندان (رپورټران، خبر وړاندې کوونکي، اویا هم هغه کارمندان چې په ژوندۍ او یا هم په ثبتي بڼه یې له رسنۍ غږ خپریږي) د تورو ادا کولو پرمهال بیا له ستونزو سره مخ کیږي.په دې برخه کې نه یواځې وېناوال بلکې ټول لوستي ځوانان چې چې په دې ستونزو اخته دي؛ باید د اصلاح لپاره یې سر له وخته تمرین پېل کړي.

لیدلي به مو وي چې زیات ویونکي ژب بندي لري، خو د هغه كسانو لپاره چې د سم تلفظ په فن كي برلاسى لري، ددې چانس شته چې تر څو ژبه د توري په صحیح ادا کولو سره عادت و ګرځوي او له ژب بندۍ پرته توري اداء کړي.

که موږ دلته د تورو درسته وېنه له تجوید سره قیاس کړو، بده به نه وي ځکه د تورو ښه پېل او ښه تلفظ له تجویده شوی، نو له همدې آمله د تورو درسته وېنه د تجوید سره نږدېوالی لري.

د تجوید علم ته له دې امله د پوهنو غوره برخه ویل کیږی چي د قرنکریم سره تړاو لري او هر هغه علم چې د سپڅلي کتاب (قران عظیم الشان) سره تړاو لري؛ نو هغه علم هم د غوره علومو څخه ګڼل کیږي. دا چې د تورو درسته اداء کونه د تجوید سره تر ډېره بریده نږدې والی لري، نو موږ هم د تجوید یو معقول تعریف دلته روښانه کوو:

تجوید په لغت کې ښه ویلو ته وايي او په اصطلاح کې د قران کریم په سم ډول د تلاوت کولو اصولو او قواعدو ته وايي.

د تجوید د علم زده کړه په هر مسلمان نارینه او ښځینه باندې فرض کفايي ده، اوعمل کول پرې فرض عېن دي. دا چې د تجوید علم په بشپړ ډول زده کړو؛ لومړی یې څلور اركان روښانه کوو چې په لاندې ډول دي:

۱- مخرجونه (ځای د ادایني د توري)، ۲- صفتونه (د توری ډکوالی ، تشوالی، غنه، قلقله او داسی نور…)، ۳- تركيبي قاعدې ۴- او رياضة اللسان يعنى پخپله ژبه سره زيار ايستل يا خپله ژبه په زيات تمرين سره عادت ګرځول.

که یو لوستونکی دقران عظیم الشان تلاوت کوي او د تورو سمه لوستنه ونه کړي، د کلمې معنا ورسره بدلیږی او ددې پر ځای چې د تلاوت ثواب ترلاسه کړي، عذاب یې ډیریږي.

د هجاء توري او مخرجونه ۲۹ دي، چي د (الف) څخه تر (یا) پورې ټاکل شويدي او د هجا توری ورته ځکه وایي چي هجاء د یو ځای کیدو او پېوست کیدلو دنده په غاړه لري. د تورو د یوځای کیدو څخه کلمې جوړیږی او بیا هغه کلمې پر یو ځانګړی معنی او مفهوم باندی دلالت کوی.

که مو فکر کړی وي، ځیني لوستي وګړي د (ح) په ځای (خ)، د (ق) په ځای (ک) ، د (غ) په ځای (ع) او همدې ته ورته نور الفاظ په غېرې صحي بڼه تلفظ کوي، چې دې چارې اوریدونکو ته د نیوکو چانس پېدا کړی دی. څو ورځې وړاندې مې همدلته په ننګرهار کې له یوې رسنۍ خبرونه تعقیبول، دخبري سرویس پایل یې په سلام وکړ، خو لنډا دا چې د رپورټ عنوان یې ولوست او بیا یې زیاته کړه: په دې اړه پام وکړئ زموږ د همکار دې چمتو شوي راپورته !

راپور لوستونکي د راپور په لوستلو پېل وکړ، خو لا یې دوه کرښې نه وې لوستلې چې په تورو کې یې هډوکي مات کړل! د مثال په ډول د هغه راپور یو څو جملې راپور لوستونکي داسې ولوستلې:

(د ننګرهار امینه کومندان دغه پېښه تایئد کړه، د افغانستان ولسمشر د پاکستان د لاهور برید په کلکو ټکو عندلی دی، ددې ساعت خبرونه مو همدومره وو، تربیا مو په څحتن تعالی سپارم).

صحي بڼه یې چې باید لوستل شوی وای، داسې لیکو:

(د ننګرهار امینه قومندان دغه پېښه تايئد کړه، د افغانستان ولسمشر د پاکستان د لاهور برید په کلکو ټکو غندلی دی، ددې ساعت خبرونه مو همدومره وو، تربیا مو په څښتن تعالی سپارم).

دغه چارې که له یوې خوا د رپورټ خوند او مزه له مېنځه وړي، له بلې خوا یې د اوریدونکو هغه حق چې یو ویناوال پرې مجبور او مکلف دی ټولنې ته په مثبته بڼه نه دی وړاندې کړی.

ددې لپاره چې موږ د هر توري تلفظ په سم ډول وکړو، باید د هر توري مخرج (د اداینې ځای) وپېژنو او په ډېر تکرار سره یې تمرین وکړو؛ ترڅو په ټولنیز ژوند کې د ښې ویناوالۍ لپاره له ژب بندۍ او ستونزو پرته تلفظ او وېنه وکړو.

پای

لیکنه: حضرت عثمان نوري