پنجشنبه , 28 مارچ 2024

څېړنه:د مور او پلار نه شتون کوچنيان په ناروغيو اخته کوي

د سويډن په هيواد کې يوې تازه څېړنې ښودلې هغه کوچنيان چې  له مور او پلار څخه يو  ورسره نه وي په بېلابېلو ناروغيو اخته کيږي.

دغه ډول کوچنيانو ته  د سر درد،معدې درد، او ذهني مشکل پيدا کيږي،مګرهغه کوچنيان چې له خپلو مور او پلار سره وخت تيروي له دغو رنځونو څخه نسبتاً ډېر اغيزمن نه دي.

دغه څېړنه چې د سويډن هيواد د (روغتيايي فعاليت د مطالعاتو مرکز) له لوري  شوې وه له ۱۵۰ زره  هغو ماشومانو سره چې عمرونه يې له ۱۲ څخه تر ۱۵ کالو پورې وو ليده کاته شوي او دهغوی په ژوند ورسره خبرې شوي.

عبداللطيف نظيف