د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د ناپيژاندو کسانو په یوه برید کې دوه تن عام خلک وژل شوي دي.
د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنیو ته وویل چې ناپيژاندو پرون شپه د چپې درې په سینزو سیمه کې د عامو خلکو په موټر چې په کې له حج راستانه شوي کسان ناست و حمله کړې ده.
د همت په خبره د دوو کسانو په وژل کېدو سربېره یو تن بل ټپي شوی هم دی.
قوماندان همت وايي د دې حملې په تړاو چې تر ډېره شخصي دښمني ښکاري پولیسو دوه تنه نیولي هم دي.