چارواکي: دپکتیا په سیدکرم ولسوالۍ په هوایي برید کې ۷ وسله وال وژل شوي

د پکتیا د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته په استول شوي خبر پاڼه کې راغلي چې وسله وال په دوه سراچه ګاډو کې وو چې د دقیقو کشفي مالوماتو له مخې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له لوري ورباندې هوايي برید وشو.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دې برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او د طالبانو د یو قوماندن سیف الله په ګډون په کې دوه تنه سخت ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه برید کې د وسله والو دواړه موټر او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.