چارواکي: د فراه خاک سفید او بالابلوک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا عملیات روان دي

د فراه چارواکي وایي چې د یاد ولایت په بالابلوک او خاک سفید ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات روان دي، د فراه پولیسو ویاند اقبال باهر وایي چې د عملیاتو په ترڅ کې له یو شمېر کلیو وسله وال شړل شوي دي.

نوموړي ویلي دي چې د وسله والو درې مشهور قوماندانان او ۱۲ تنه جنګیالي وژل شوي دي،چارواکي وایي چې تر هغې به یاد عملیات دوام وکړي تر څو چې د یادو سیمو له ټولو برخو څخه وسله وال په شا تمبول شوي نه وي.