سه شنبه , 16 اپریل 2024

چارواکي: په لوګر کې د حقاني شبکې ۷غړي نیول شوي دي

د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې په محمد اغې ولسوالۍ کې د حقاني شبکې اووه غړي نيول شوي دي. د محمد اغې ولسوال محمد رحيم امين وایي، چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ په احمدزيو کلا کې عمليات کړي دي. هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د حقاني شبکې اووه غړي نيول شوي چې په احمدزيو کلا، دهنو، شاهي کلا او شيخک کلا کې يې ترهګريز فعاليتونه کول. ولسوال وايي چې له نيول شوو کسانو څخه اووه ميله وسلې، تبلغياتي پاڼې، د افغان ځواکونو يونيفورم او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. د حقاني شبکې تر اوسه د يادو کسانو د نيول کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.